مس عینک بوست ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه

د زونون په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په نهمه لوبه کې مس عینک لوبدلې بوست لوبډلې ته د ۲ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
مس عینک بوست ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه

د زونون په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په نهمه لوبه کې مس عینک لوبدلې بوست لوبډلې ته د ۲ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د نهمې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او بوست ته یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. بوست لوبډلې په ټاکلي ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړې او مس عینک ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.

بوست ته په توپ وهنه کې نصیب الله ۷۲ ، منیر احمد ۲۹، ناصر جمال ۲۴ او سید شیرزاد ۲۲ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې. مس عینک ته په توپ وهنه کې ظاهر خان او ضیا اکبر ۳-۳ احسان الله احسان ۲ او یوسف ځاځي یو لوبغاړی وسوځولو.

ورپسې مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړه. مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د د لوبې په ۴۹،۴ اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړه او بوست ته یې د ۲ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. مس عینک ته په توپ وهنه کې رحمت شاه ۴۵، غمي ځدراڼ ۴۳ او احسان الله احسان ۲۵ ناسوځیدلي منډې ترسره کړې.

بوست ته په توپ اچونه کې احمد ضیا ۳، سید شیرزاد، یمین احمدزي، نوید احمد، عبدالله ترخېل او عبدالباقي یو-یو لوبغاړی وسوځولو.

د مس عینک لوبډلې توپ اچونکی ظاهر خان چې د بوست لوبډلې یې ۳ لوبغاړي سوځولي ول د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالیو د لومړي پړاو ورستی لسمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د بندامیر او امو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.