مس عینک سپین غر ته په دویمه لوبه کې ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دویمه  لوبه کې مس عینک لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
مس عینک سپین غر ته په دویمه لوبه کې ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دویمه  لوبه کې مس عینک لوبډلې سپین غر لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.


د دویمې لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او مس عینک لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، که څه هم مس عینک لوبډلې په توپ وهنه کې ښه پیل ونه کړ خو غمي ځدراڼ د ۵۷، رحمت شاه ۲۸، رحیم منګل ۱۹ او شاهد الله کمال د ۱۷منډو په جوړولو سره یې سپین غر لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.


سپین غر ته په توپ اچونه کې سمیع الله شینواري ۴، قیس احمد او افتاب علم ۲-۲، فرید مالک او طارق ستانکزي یو- یو لوبغاړی وسوځولو.


ورپسې سپین غر لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړه، سپین غر لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې ۳۴،۱ اورونو کې یوازې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې مس عینک ته د ۳۷ منډو په توپیر و بایلله.


سپین غر ته په توپ وهنه کې قیس احمد ۳۵، عثمان غني او بهیر شاه ۱۸-۱۸، فرید مالک ۱۶، زوبید اکبري ۱۴، اکرام علي خېل ۱۱ او سمیع الله شینواري ۱۰ زیاتې منډې جوړې کړې، مس عینک ته په توپ اچونه کې حسیب الله ۵، ظاهر خان ۳ او یوسف ځاځي یو لوبغاړی وسوځولو.


د مس عینک لوبډلې تیز توپ اچونکی حسیب الله چې د سپین غر لوبډلې یې ۵ لوبغاړي سوځولي ول، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالو دریمه لوبه به سبا په کندهار کرکټ لوبغلي کې د بوست او امو لوبډلو تر منځ ترسره شي.