مس عینک زون د میرویس نیکه جام درې ورځنیو سیالیو اتلولي خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 20 Jun 2023

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ اړوند میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ چې د ننګرهار په کوربتوب ترسره شوې، د دریم پړاو اتلولي یې مس عینک زون د دویم ځل لپاره خپله کړه. مس عینک لوبډلې پایلوبه کې امو زون ته د لوبې پر څلورمه ورځ د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او یاده اتلولي یې خپله کړه.
د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ هر کال د هېواد پنځو زونونو ترمنځ ترسره کیږي چې موخه یې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او لیسټ اې سیالیو ته د غوره لوبغاړو تیاری او موندنه ده.
د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ چې د روان کال مې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب تره کې لوبغالو کې پیل شوې وې نن د مس عینک لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په یادو سیالیو کې سپین غر، بست، امو، مس عینک او بندامیر لوبډلو ګډون درلود چې مس عینک او امو زونونو د زیاتو امتیازونو په خپلولو سره پایلوبې ته لاره وکړه. د ویلو ده چې په پایلوبه کې د پایلې ورکولو په موخه یوه ورځ اضافي ټاکل شوې وه.
دغه سیالۍ چې د شنبې پر ورځ پیل شوې وه، مس عینک پکې د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې وه. دوی د عبدالله ځدراڼ ۹۳، خالد زاهدي ۶۸، رفیع الله صادق ۶۶ او برکت الله ابراهیمزي ۴۲ منډو پر مټ ۳۳۵ منډې ترسره کړې. بلخوا د امو لوبډلې په توپ اچونه کې عظیم ځدراڼ ۵، کامل کاکړ او خیر محمد هر یوه ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
امو زون د مس عینک زون ۳۳۵ منډو ځواب کې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې جوړې کړې. یادې لوبډلې ته عبدالهادي ۸۳، محمد شهزاد ۸۰ او سبحان زاخېل ۳۹ منډې جوړې کړې. د ویلو ده چې د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکو کې خلیل ګربز ۶ او رفیع الله صادق ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
مس عینک لوبډلې خپل دویم وار توپوهنه کې ۲۶۴ منډې جوړې کړې او د ۳۴۵ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه، چې برکت الله ابراهیمزي ورته ۱۴۸ ناسوځېدلې او ایمل شاهین ۲۴ منډې ترلاسه کړې. د امو لوبډلې په توپ اچونه کې کامل کاکړ ۳، عظیم ځدراڼ او خیر محمد هر یوه ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د مس عینک لوبډلې د ۳۴۵ منډو هدف پسې امو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۳ منډې جوړې کړې او د ۱۹۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د امو توپوهنه کې محمد شهزاد ۶۵ ناسوځېدلې او عبدالهادي ۴۰ منډې جوړې کړې. بلخوا د مس عینک لوبډلې توپ اچوونکو کې خلیل ګربز ۴، نسیم منګل، سیدخان او محمدالله هر یوه ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
د مس عینک زون الراونډر برکت الله ابراهیمزی په ۴۲ او ۱۴۸ منډو جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي او په ۴۹۱ منډو د سیالیو د غوره توپوهونکي، رفیع الله صادق په ۳۸۲ منډو او ۱۱ ویکټو د سیالیو د غوره لوبغاړي، خیر محمد په ۲۴ ویکټو د سیالیو د غوره توپ اچوونکي او جان محمد په ۳۹۸ منډو د ایمرجېنګ یا ځوان لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د یادونې وړ ده چې د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو لومړي پړاو اتلولي په ۲۰۱۹م کال کې مس عینک او د دویم پړاو اتلولي په ۲۰۲۲م کال کې بندامیر لوبډلې ګټلې وه.