د مس عينک اتلانو په شپږيزه کې لومړۍ بريا خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 08 Oct 2019
د شپږيزې کرکټ ليګ دويمه سيالي د مس عینک اتلانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې پيل شوه. د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۳۷، طارق ستانکزي ۲۵ او رحمن الله ګربز ۱۸ منډې وکړې.
د بوست ساتونکو له لوري وقار الله اسحاق ۲، نصرت الله، ضيا الرحمن، ګلبدين نايب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۵۷ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست ساتونکو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله.
د بوست ساتونکو له لوري حشمت الله شهيدي ۴۰، برينډن ټيلر ۳۶ او خېبر عمر ۳۱ منډې وکړې، خو د مس عينک اتلانو له لوري ډېره ښه توپوهنه ترسره شوه، چې يمين احمدزي ۴ او محمد نبي ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز نوين الحق او نور احمد هم ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يمين احمدزي ته ورکړل شوه، چې ۴ مهمې ويکټې يې ترلاسه کړې.
د يادولو ده چې نن ماسپښين دوه بجې د شپږيزې کرکټ ليګ په دریمه سيالۍ کې د امو نهنګان او سپين غر زمریان لوبډلې مخ کېږي.