مس عینک لوبډلې د اتلولۍ مقام وساته

مس عینک لوبډلې، امو لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۰ کال د غازي امان خان جام يو ورځنيو (لېسټ اې) سیالیو اتلولي يو ځل بيا په خپل نوم کړه.
مس عینک لوبډلې د اتلولۍ مقام وساته

مس عینک لوبډلې، امو لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۰ کال د غازي امان خان جام يو ورځنيو (لېسټ اې) سیالیو اتلولي يو ځل بيا په خپل نوم کړه.

په پيل کې د پایلوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټله او سیالې امو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. امو لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۶۰ مندې جوړې او مس عینک ته یې د ۲۶۱ منډو هدف وټاکه.

امو ته په توپوهنه کې عبدالمالک ۱۰۷، افسر ځاځي ۴۶، عظمت الله عمرزي ۴۲ او ننګیالی خروټي ۲۹ منډې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې مس عینک ته په توپ اچونه کې ضیاء شریفي، ظاهر خان، او ضیا اکبر ۲-۲ او حسیب الله یو لوبغاړی وسوځاوه.

ورپسې مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف پوره کړلو په موخه توپوهنه پیل کړه. مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره د لوبې په ۴۶،۱ اور کې پوره او د پایلوبې اتلولي يې خپله کړه. مس عینک ته په توپوهنه کې رحمن الله ګربز ۱۲۸ ډېرې، رحیم منګل ۴۳، شاهد الله کمال ۳۶ ناسوځېدلي او رحمت شاه ۱۹ منډې جوړې کړې.

بايد وويل شي چې امو ته په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف ۲ او وفادار مومند یوه ويکټ واخيسته. پر همدې بنسټ، رحمن الله ګربز چې په پایلوبه کې ۱۲۸ منډې جوړې کړې وې د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي چې په روانو سیالیو کې یې ۲۵۳ منډې جوړې کړې او همدارنګه يې ۳ لوبغاړي سوځولي ول، د يادو سياليو غوره لوبغاړی، رحمت شاه د ۲۵۷ منډو په جوړولو سره غوره توپوهونکی، ظاهر خان د ۱۳ لوبغاړو په سوځولو سره غوره توپ اچونکی او ځوان تیز توپ اچونکی حسیب الله د ۱۰ لوبغاړو په سوځولو سره د غازي امان الله خان جام ۲۰۲۰ کال ځوان يا ايمرجېنګ لوبغاړي ونومول شول.

د يادولو ده چې يادې سيالۍ د روانې اکټوبر مياشتې په لسمه نېټه پيل شوې وې چې نن د مس عینک په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.