مس عینک د دریم ځل لپاره د غازي امان الله جام اتلولي خپله کړه

د مس عینک لوبډلې نن د غازي امان الله خان جام یا لیست اې سیالیو په ترڅ کې د امو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، ترڅو د دریم ځل لپاره په پرله پسې ډول د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي او د غازي امان الله خان جام په خپل نوم کړي.
مس عینک د دریم ځل لپاره د غازي امان الله جام اتلولي خپله کړه

د مس عینک لوبډلې نن د غازي امان الله خان جام یا لیست اې سیالیو په ترڅ کې د امو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، ترڅو د دریم ځل لپاره په پرله پسې ډول د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي او د غازي امان الله خان جام په خپل نوم کړي.


له دې وړاندې امو لوبډله په نیمه پایلوبه کې د بند امیر پر وړاندې ولوبېده چې په ترڅ کې یې امو پایلوبې ته لاره موندلې وه، ورته مهال په دویمه نیمه پایلوبه کې مس عینک د بست پر وړاندې بخت ازمایلی و، چې له منځه یې مس عینک پایلوبې ته لاره پیدا کړې وه.
په پایله کې نن (جمعه د اکټوبر میاشتې ۲۹مه، ۲۰۲۱ کال) مس عینک لوبډله د امو پر وړاندې  ډګر ته ښکته شوه چې په پایله کې یې امو لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه او د دریم ځل لپاره د دغو سیالیو اتله لوبډله وپېژندل شوه.


د لوبې له پيلېدو وړاندې د مس عینک لوبډلې د یادې سیالۍ پچه وګټله، لومړی یې د امو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه چې په پایله کې یې د لوبغاړو د غوره توپ اچونې سره د امو لوبډلې ټول توپوهونکي د ۷۴ منډو له ترلاسه کولو وروسته له ډګره بهر کړل.
د امو د توپوهونکو له منځه یوازې عمران میر ۳۱ ډېرې منډې وکړې، نور لوبغاړي یې د مس عینک د توپ اچوونکو له لوري ډېر منډو ترلاسه کولو ته پرېنښودل شول.


د مس عینک توپ اچوونکو نن جالبه او ډېره موثره توپ اچوونه وکړه او نندارچیانو ته یې ثابثته کړې چې د اتلولي وړتیا لري چې له منځه یې فضل نیازي په ۴،۳ اورونو کې د لسو منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي، دغه راز ضیاءالرحمن شریفي په ۶ اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې، سربېره پر دې نوراحمد لکڼوال هم د ۱۰ منډو په ورکولو، څلورو اورونو کې د سیال لوري دوه او خلیل ګربز یو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.


ورپسې د مس عینک توپوهونکو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې په ۱۵ اورونو کې یې د دریو ویکټو په غورځېدو سره د ۷۸ منډو د ترلاسه کولو په پایله کې د دریم ځل لپاره د لېست اې یا غازي امان الله خان جام سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
د مس عینک له منځه رحمن الله ۲۵ ناسوځېدلې، نوید عبید ۲۰، فضل نیازي ۱۵ او شاهدالله ۱۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې د بریا تر کچې ورسوله او یو ځل بیا یې د دریم ځل لپاره د اتلولي مقام خپل کړ.


دا په داسې حال کې ده چې د امو د توپ اچوونکو له منځه عبدالواسع، ابراهیم او محمد سلیم هر یوه ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه، خو د مس عینک د اتلولي مخه یې ډب نه کړای شوه.
د یادونې وړ ده چې مس عینک له دې وړاندې هم دوه ځلې پرله پسې اتلولي ګټلې او دا دریم ځل دې چې دغه ستر ویاړ په خپل نوم ثبتوي.


باید وویل شي چې له دې لوبو وروسته به ډېر ژر د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ هم پیل شي چې شا وخوا یوه میاشت به دوام ومومي.