ملي اکاډمي لوبډلې د اتلولۍ مقام وګاټه

ملي اکاډمي لوبډلې، کاروان اکاډمي لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکولو سره له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت روزنځایونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه. 
ملي اکاډمي لوبډلې د اتلولۍ مقام وګاټه

ملي اکاډمي لوبډلې، کاروان اکاډمي لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکولو سره له افغانستان کرکټ بورډ سره د ثبت روزنځایونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه. 
په پيل کې د پایلوبې پچه ملي اکاډمي لوبډلې وګټله او سیالې کاروان اکاډمي لوبډلې پر وړاندې یې توپوهنه تر سره کړه. ملي اکاډمي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ مندې جوړې او کاروان اکاډمي ته یې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.
ملي اکاډمي ته په توپوهنه کې سبحان الله زېاتې ۴۵، هجرت الله ۳۲ او مکمل خان ۲۲منډې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې د کاروان اکاډمي ته په توپ اچونه کې زبیر او فیصل ۲-۲، الله محمد، ګل ولي او عبدالکریم یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
ورپسې کاروان اکاډمي لوبډلې د ټاکلي هدف پوره کولو په موخه د خپلې توپوهنې نوبت پیل کړ. کاروان اکاډمي لوبډلې ټاکلی هدف ته ونه رسیده او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او د څلورو منډو په توپیر یې ماتې ومنله. کاروان اکاډمي ته په توپوهنه کې مصطفی سلیم ۳۹، فیصل خان ۳۳ او عبدالکریم ۱۸ منډې جوړې کړې.
بايد وويل شي چې ملي اکاډمي ته په توپ اچونه کې پوپل درې، مکمل او حمید دوه ـ دوه او سیف الله یوه ویکټ واخيسته.
د ملي اکاډمي توپ اچوونکو له ډلې پوپل چې په پایلوبه کې یې د سیالې کاروان اکاډمي درې لوبغاړي سوځولي وه د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د محمد نبي اکاډمي توپوهونکی حسن عیسی خیل چې په روانو سیالیو کې یې ۳۰۰ منډې جوړې کړې وې د يادو سياليو غوره توپوهونکی، د ملي کرکټ اکاډمي توپ اچونکی چې په یادو سیالیو کې یې نهه لوبغاړي سوځولي ووغوره توپ اچونکی او د سټار کرکټ اکاډمي ځوان لیګ بریک توپ اچونکی نثار احمد د سیالیو د ځوان يا ايمرجېنګ لوبغاړی ونومول شو.
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د روانې اکټوبر مياشتې په ۲۱ نېټه پيل شوې وې چې نن د ملي اکاډمي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.