میدان وردګ، بغلان او کندوز د نن بریالۍ لوبډلې وې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې. په کندهار کرکټ لوبغالي کې میدان وردګ او نیمروز، د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز او جوزجان او په خوست کرکټ لوبغالي کې بیا سرپُل لوبډله د بغلان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.
میدان وردګ، بغلان او کندوز د نن بریالۍ لوبډلې وې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې. په کندهار کرکټ لوبغالي کې میدان وردګ او نیمروز، د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز او جوزجان او په خوست کرکټ لوبغالي کې بیا سرپُل لوبډله د بغلان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه.

د دې لوبې پچه میدان وردګ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. د نیمروز لپاره په توپوهنه کې محب الله افغان ۸۱ ناسوځېدلې، نجیب الله ۳۸ او ضیاء الحق سلام خېل ۱۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د میدان وردګ لپاره په توپ اچونه کې ملاخېل ۳، حفیظ ۲، عبدالله بازون او صدیق فرهاد ۱ـ۱ ویکټ واخیسته.

میدان وردګ لوبډلې د نیمروز لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف په ۱۸.۴ اورونو کې د یوې ویکټې په زیان پوره کړ.

د میدان وردګ لپاره په توپوهنه کې فیصل خان ۸۲ ناسوځېدلې، هارون عرب ۷۰ او نصیر احمد ۲۶ ناسوځېدلې منډې کړې او بریا یې خپله کړه.

د نیمروز په توپ اچوونکو کې یوازې نجیب الله د یوې ویکټې په اخیستو بریالی شو.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د میدان وردګ لوبډلې توپ اچوونکي حفیظ ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې په لسو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې وې، ۴ اورونه یې مېډن کړل او دوه ویکټې یې واخیستې.

په خوسټ کرکټ لوبغالي کې سرپُل او بغلان لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه. بغلان د لوبې پچه وګټله او سرپُل ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سرپُل لوبډلې په ټاکل شویو ۴۲ اورونو کې د ۶ ویکټو په زیان ۲۳۳ منډې وکړې، چې په ګټه یې عصمت ملکزي ۱۱۱ ناسوځېدلې، جلیل ۳۰، بصیر احمد ۱۳ او رفیع الله افغان ۱۲ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د بغلان په توپ اچوونکو کې سلمان خان او حبیب الرحمن ۲ـ۲ او لعل محمد اکاخېل او یحیی خان ۱ـ۱ ویکټ تر لاسه کړه.

بغلان لوبډلې په ۴۰.۱ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۲۳۶ منډې وکړې او سیالي یې د دوو ویکټو په شتوالي کې وګټله.

د بغلان لپاره په توپوهنه کې ضیاء الدین ۶۰، راحت اندړ ۴۶، بلال احمدي ۲۹، فرید ۲۹ او لعل محمد اکاخېل ۱۵ تر نورو ډېرې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د سرپل په توپ اچوونکو کې محمد عالم خان ۴، محمد بلال خان ۲، نصرت الله ځدراڼ او سعید خان ۱ـ۱ ویکټ واخیسته.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ضیاء الدین و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۰ منډې کړې وې.

د غازي امان الله خان په کرکټ لوبغالي کې بیا کندوز لوبډله د جوزجان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شول.

کندوز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. یادې لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان ۳۱۶ منډې وکړې، چې په ګټه یې خیرالله هزاربوز ۷۲، فرقان حسن زاده ۵۹، قدیر سالارزي ۳۹ او عالم زېب احساس ۲۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د جوزجان په توپ اچوونکو کې رحمت الله مخدوم ۳، سعید خان ۲، سلمان شینواري او نصرالله ترکمن ۱ـ۱ ویکټ واخیسته.

جوزجان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۲۵۶ منډې وکړې  او د ۶۰ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.

د جوزجان لپاره په توپوهنه کې سلمان شینواري ۱۳۲ ناسوځېدلې، رحمت الله مخدوم ۳۸، عالم زېب احساس ۲۱ او نصرالله ترکمن ۱۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې، خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسولی.

د کندوز لپاره په توپ اچونه کې محمد ګل ۳، عظیم ځدراڼ ۲، جمعه ګل میاخېل او حیات ۱ـ۱ ویکټ واخیسته.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خیرالله هزاربوز ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۲ منډې کړې وې.