کندز اشرف لوبډلې د کندهار السعادات لوبډلې ته ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 26 Dec 2020

د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ سیالیو په څلورمه لوبه کې کندز اشرف لوبډلې د کندهار السعادت لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په پیل کې د کندز اشرف لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. کندز اشرف لوبډلې د لوبې په پوره ۴۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په غورځېدو سره ۲۸۷منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د۲۸۸منډو هدف وټاکه.
کندز اشرف لوبډلې ته په توپوهنه کې ډیرې ۷۴ نصرت الله ځدراڼ، ۶۵ جمع ګل او ۵۰ منډې جاوید ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د کندهار السعادت لوبډلې رحیم خان ۴، عارف خوشال، حفیظ ۲-۲، او خلیل محمد یوه ویکټ واخیسته.
ورپسې د کندهار اشرف لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه، السعادت لوبډلې د لوبې په ۲۲،۵ اور کې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې او د اشرف لوبډلې ته یې د ۱۶۱ منډو په توپیر لوبه وبایلله.
کندهار السعادت لوبډلې ته عارف خوشال زیاتې ۴۹ منډې ترسره کړې او د اشرف لوبډلې په ګټه بیا جمع ګل ۵، ابرهیم صافي، محمد ګل، عظیم ځدراڼ او خیر محمد یو-یو لوبغاړی وسوځولو.
د کندز اشرف لوبډلې لوبډلمشر جمع ګل چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۵ منډې جوړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځولي ول د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو پنځمه لوبه به روانه دوشنبه په خوست کرکټ لوبغالي کې د کندز اشرف او خوست زلمیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.