مس عينک اتلانو د ۴ لوبو په بريا سره په جدول کې لومړی مقام خپل کړ

مس عينک اتلانو په خپله پنځمه لوبه کې د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۳ منډو ماته ورکړه، چې د څلورو برياوو سره يې د شپږيزې کرکټ ليګ په جدول کې لومړی مقام خپل کړ.
مس عينک اتلانو د ۴ لوبو په بريا سره په جدول کې لومړی مقام خپل کړ

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۴مه لوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلان او د ډېلي فرېش امو نهنګان لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۳ او محمد نبي ۴۸ منډې وکړې.

د امو نهنګانو له لوري شاپور ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ۴ لوبغاړي يې وسوځول. ابراهيم ساپي او ضيا الرحمن شريفي بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۶۳ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له ډلې ابراهيم ځدراڼ ۶۹ او منير احمد ۴۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د مس عينک اتلانو له لوري يمين احمدزي ۲، نوين الحق او طارق ستانکزي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۷۳ منډې کړې وې.

د يادولو ده چې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه به د پاراګان بند امير ښاماران او د عارف عظيم بوست ساتونکي لوبډلې په ۱۵مه لوبه کې مخامخ شي.