مس عینک اتلانو د شپږیزه کرکټ لیګ پلې اف ته لاره وموندله

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو ګروپي سیالۍ د کټوازي مس عینک اتلانو په بریا پای ته ورسېدې. کټوازي مس عینک اتلان لوبډلې د الله محمد د غوره توپ اچونې او ګلبدین نایب د غوره توپوهنې پر مټ د اته ویکټو په توپیر سره رپیډ پې هندوکش ستورو ته ماتې ورکړه او د شپږیزه لیګ څلور غوره ته یې لاره وموندله.

د رپيډ پې هندوکش ستوري لوبډلمشر مسلم موسی د نننۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ۱۷.۳ اورونو کې یې د ۱۰۴ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د دوی لپاره عثمان عادل په ۳۰ توپونو ۲۷ او ضیاء الحق عیسی خېل په ۱۲ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې. د مس عینک په توپ اچونه کې الله محمد د ۱۵ منډو ۴، حمزه هوتک د ۱۲ او ظاهر خان د ۲۰ منډو بدل کې ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

مس عینک اتلانو د هندوکش ستورو ۱۰۵ منډې هدف د لوبې ۱۰م اور کې یوازې د دوو لوبغاړو په تاوان سره ترلاسه کړی. یادې لوبډلې ته ګلبدین نایب په ۲۴ توپونو ۴۰ ناسوځېدلې او شهزاد محمدي د ۱۸ توپونو په لوبولو ۳۶ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د هندوکش ستوري په ګټه ذبید اکبري د ۲۷ منډو بدل کې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د مس عینک اتلان لوبډلې ځوان توپ اچوونکي الله محمد د لوبې د غوره، ګلبدین نایب د لوبې د ډوولي او لوبې بدلوونکي او شهزاد محمدي د زیاتو شپږیزو وهلو جایزې ترلاسه کړې.

مس عینک اتلان لوبډلې په نننۍ بریا سره څلور غوره لوبډلو ته لاره پیدا کړه او د لوبو جدول کې د څلورم مقام په نیولو سره به سبا ماسپیښن له کابل بازانو سره الیمنېټور سیالۍ ترسره کړي. 
د یادو سیالیو لومړی کوالیفایر لوبه سبا سهار د بست ساتونکي او سپین غر پړانګان لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.