خوست زلمیانو کندز اشرف لوبډلې ته ماتې ورکړه

‎ ‎د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ په پنځمه لوبه کې خوست زلمیانو لوبډلې کندز اشرف لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پای لوبې ته لار ومونده
خوست زلمیانو کندز اشرف لوبډلې ته ماتې ورکړه

‎ ‎د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ په پنځمه لوبه کې خوست زلمیانو لوبډلې کندز اشرف لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پای لوبې ته لار ومونده.


خوست زلمیانو د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. زلمیانو لوبډلې د لوبې په ۳۹،۴ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه.


زلمیانو ته په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۱۰۱ منډې اکبر علي، ۶۵ منډې منیر ځدراڼ او ۲۵ تیزې منډط نسیم منګل ترسره کړې، په داسې حال کې چې اشرف لوبډلې په ګټه محمد ګل ۳، جمع ګل، مجیب افغان ۲-۲ او خیر محمد یو لوبغاړی وسوځولو.


ورپسې کندز اشرف لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړه، اشرف لوبډلې د لوبې په ۳۴،۴ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې زلمیانو لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو په توپیر وبایلله.


کندز اشرف لوبډلې ته ډیرې ۶۱ منډې نصرت الله ځدراڼ او ۳۱ منډې عبدالهادي ترسره کړې او د زلمیانو لوبډلې په ګټه نسم منګل، نعمت الله ځدراڼ ۳-۳، باختر اتل او هاشم ۲-۲ لوبغاړی وسوځولو.


د خوست زلمیانو لوبډلې توپ وهونکی اکبر علي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۰۱ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو شپږمه لوبه به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې د کابل زلمي او کندهار السعادت لوبډلو ترمنځ ترسره شي.