خان سټيل د ویسټ انډیز پر وړاندې د ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو لباس د ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 30 Oct 2019
په یاد هوکړه لیک کې یادونه شوې چې په نومبر میاشت کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د درې يو ورځنيو نړیوالو سياليو لپاره د ملي لوبډلې د لباس عمومي مالي ملاتړ حقوق د خان سټیل ترلاسه کړل.
د دغه هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د کرکټ بورډ اجراييه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي خوښي څرګنده کړه او ویې ويل چې دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې ملي شرکتونه په کرکټ کې برخه اخلي.
هغه وويل: ((موږ خوشحالېږو چې له خپلو ملي شرکتونو سره ګډ کار کوو. کرکټ د ټولو کورنیو شرکتونو او پانګوالو لپاره د بازارموندنې په ډګر کې تر ټولو ښه ځای دی او کرکټ بورډ به د خپلو همکارو ادارو سره اوږدمهاله ملګرتيا وکړي.))
همدا راز د خان سټيل کمپنۍ د اړیکو مدير ښاغلي شهاب وردګ وويل، هیله لري چې له کرکټ بورډ سره ښه او اوږدمهاله ملګرتیا وکړي. هغه همدا راز زياته کړه، چې په راتلونکي کې به هم له کرکټ بورډ سره همکار وي او په نورو سفرونو کې هم د کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ ته لېواله دی.
د يادولو ده چې دغه هوکړه ليک د کرکټ بورډ د بازارموندنې برخې مسوول ښاغلي عبدالهادي دريځ او د خان سټيل د اړیکو او ارتباطاتو مسوول ښاغلي مدير شهاب وردګ ترمنځ لاسليک شو.