کاردان پوهنتون د ايرلنډ پر وړاندې د دريو سياليو د‌ عنوان د مالي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ

دغه تړون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایيوي مشر رحمت الله قریشي او د کاردان پوهنتون اجراییوي مشر میرویس نهضت ترمنځ لاسلیک شو.
کاردان پوهنتون د ايرلنډ پر وړاندې د دريو سياليو د‌ عنوان د مالي ملاتړ کوونکي امتياز ترلاسه کړ

دغه تړون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایيوي مشر رحمت الله قریشي او د کاردان پوهنتون اجراییوي مشر میرویس نهضت ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رييس د‌ ياد تړون د لاسليک پر مهال وويل: ((خوشحاله يم چې د ايرلنډ پر وړاندې د راتلونکو مهمو سياليو په موخه د عنوان د مالي ملاتړ کوونکي امتياز قرارداد نن له کارډان پوهنتون سره لاسليکوو او له مشرتابه سره يې يادې هوکړې ته ورسېدو.)) ښاغلي قريشي زياته کړه: ((د کارډان پوهنتون له مشرتابه ځانګړې مننه کوم، چې پر افغان کرکټ پانګونه کوي او موږ هم ژمنه کوو چې په راتلونکي کې به هم له دوی سره ورته تړونونه لاسليکوو او په ښه توګه به عملي کیږي.)) دغه راز د کارډان پوهنتون اجراييه رييس ښاغلي ميرويس نهضت هم وويل: ((دا زموږ لپاره يو وياړ دی چې د ايرلنډ پر وړاندې د دريو سياليو د عنوان د مالي ملاتړ کوونکي Title Sponsorship امتياز ترلاسه کوو او هيله من يم چې له کرکټ بورډ سره په راتلونکي کې هم ورته قراردادونه لاسليک کړو، ځکه کرکټ بورډ اداره د ټولو افغانانو ګډ کور دی.)) بايد وويل شي چې د دغه قرارداد له مخې به کارډان پوهنتون د یادو سياليو د هرې لوبې د غوره لوبغاړي او همدارنګه د لوبلړۍ د‌ غوره لوبغاړي جايزې هم ورکوي چې د يادو سياليو جام به هم د کارډان پوهنتون د جام په نامه نومول کېږي.

د يادولو ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو د ليګ په درشل کې به افغانستان د روانې جنوري مياشتې په ۲۱مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د ايرلنډ پر وړاندې په متحده عربي اماراتو کې درې نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.