میدان وردګ، لغمان او بغلان لوبډلې له ماتې سره مخ شوې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو د لومړیو درې ګروپونو د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته نن د هېواد په دریو ولایتونو، کندهار، خوست او ننګرهار کې د درې نورو دویم، څلورم او شپږم ګروپونو سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو په لړ کې نن په کندهار کرکټ لوبغالي کې کوربه لوبډله د میدان وردګ، په خوست کرکټ لوبغالي کې بغلان د کوچیانو او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز د لغمان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې د ورځې په پای کې کندهار، کوچیانو او کندوز لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
میدان وردګ، لغمان او بغلان لوبډلې له ماتې سره مخ شوې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو د لومړیو درې ګروپونو د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته نن د هېواد په دریو ولایتونو، کندهار، خوست او ننګرهار کې د درې نورو دویم، څلورم او شپږم ګروپونو سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو په لړ کې نن په کندهار کرکټ لوبغالي کې کوربه لوبډله د میدان وردګ، په خوست کرکټ لوبغالي کې بغلان د کوچیانو او د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې کندوز د لغمان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې چې د ورځې په پای کې کندهار، کوچیانو او کندوز لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

د ورځې لومړۍ سیالي نن سهار د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د کندهار او میدان وردګ لوبډلو ترمنځ پیل شوه. کندهار لوبډلې د لوبې پچه وګټله او میدان وردګ لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. یادې لوبډلې په ۳۰.۲ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان یوازې ۶۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۶۸ منډو هدف وټاکه. د میدان وردګ په ګټه عارف خان ۲۲، تمیم مایار ۱۰ او عبدالله بازون ۹ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. د کندهار لوبډلې په توپ اچوونکو کې خیال محمد ۳، بشیر احمد افغان، احمد ضیاء او فرهاد ۲-۲ او عبدالرازق هوتک یو لوبغاړی د سیالۍ له ډګره رخصت کړ.

کندهار لوبډلې د میدان وردګ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۹.۵ اورونو کې له کوم زیان پرته پوره کړ او په لسو وېکټو یې بریا خپله کړه. د کندهار په ګټه په توپوهنه کې نعمان شاه ۴۱ او علي احمد ناصر ۲۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خیال محمد ته ورکړل شوه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې درې ویکټې اخیستې وې.

د ورځې دویمه سیالي کې بیا د کوچیانو لوبډلې د بغلان ولایت لوبډلې ته ماتې ورکړه. بغلان لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپوهنه پیل کړه چې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د خپلو ۶ لوبغاړو په زیان سره ۲۲۳ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره اکرام شینواري ۵۱، فرید ۵۰، لعل محمد اکاخېل ۴۱، یحیی خان ۳۱  ناسوځېدلې او بلال احمدي ۱۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې. په داسې حال کې چې د کوچیانو لپاره محبت مومند او دل آغا ۲-۲ او اقدام الحق یوه وېکټ ترلاسه کړه.

کوچیانو لوبډلې د بغلان له لوري ورکړل شوی هدف د یوې ویکټې په زیان په ۳۸ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې په ۹ ویکټو وګټله. د کوچیانو لوبډلې لپاره په توپوهنه کې بارکزي ناصري ۱۰۲ ناسوځېدلې، دلاغا ۷۱ ناسوځېدلې او خیرالله عابد ۲۴ منډې وکړې. د بغلان په توپ اچوونکو کې یوازې حبیب الرحمن د یوې ویکټې په اخیستو بریالی شو. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه دلاغا ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۷۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې او هم یې دوه ویکټې اخیستې وې.

د ننګرهار د غازي امان الله خان په کرکټ لوبغالي کې بیا کندوز لوبډله د لغمان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. کندوز لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۷۴ منډې جوړې کړې. د يادې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې خیر الله ۷۲، حیات الله ۶۲، جمعه ګل ۵۹ ناسوځېدلې او حکمت جبارخیل ۴۷ منډې جوړې کړې. په داسې حال کې چې د لغمان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ګلزار ۲، ولید، زبیر او سمیع الکوزي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

لغمان لوبډلې په ۴۹.۱ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۲۵۶ منډې وکړې او له کندوز لوبډلې یې د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ومنله. د لغمان لپاره په توپوهنه کې نوید الله احمدزي ۷۹، شاه خسرو ۳۷، ولید میاخېل ۳۶ او عمران حسن ۲۵ منډې وکړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسولی. د کندوز لپاره په توپ اچونه کې محمد ګل ۴، روح الله عرب ۳، نصرت الله خان او حیات الله ۱-۱ ویکټ واخیسته. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حیات الله ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۲ چټکې منډې وکړې او هم یې یوه ویکټ اخیستې وه.

سبا به د دې سیالیو په ترڅ کې کندهار کرکټ لوبغالی د زابل او فراه، خوست کرکټ لوبغالی د لوګر او پکتیکا او د ننګرهار ولایت غازي امان الله خان کرکټ لوبغالی به د سمنګان او جوزجان لوبډلو کوربه وي.