کندهار او کوچیانو لوبډلې بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې وشوې. د کندهار کرکټ لوبغالي کې د کندهار او نیمروز ترمنځ او د خوست په کرکټ لوبغالي کې بیا کوچیانو لوبډله د سرپل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. نیمروز د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
کندهار او کوچیانو لوبډلې بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې وشوې. د کندهار کرکټ لوبغالي کې د کندهار او نیمروز ترمنځ او د خوست په کرکټ لوبغالي کې بیا کوچیانو لوبډله د سرپل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. نیمروز د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

کندهار لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان ۳۱۴ منډې وکړې. د کندهار لوبډلې په توپوهوونکو کې جاوېد سلیمان خېل ۱۱۶، احمد ظاهر پټان ۵۳، عین الدین کاکړ۳۴ ناسوځېدلې، عبدالرازق هوتک ۲۵ او فرهاد هم ۲۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د نیمروز په توپ اچوونکو کې سید احمد قریشي، نزاکت خان ۲ـ۲ او عبدالروف یوه ویکټ واخیسته.

نیمروز لوبډلې د کندهار لوبډلې په ځوابي توپوهنه کې په ۳۶.۵ اورونو کې د لسو ویکتو په زیان ۱۴۵ منډې وکړې او د ۱۶۹ منډو په لوی توپیر یې ماتې وخوړه.

د نیمروز لپاره په توپوهنه کې ضیاء الحق سلام‌خېل ۶۴ ناسوځېدلې، نجیب الله ۱۶ او سید احمد قریشي ۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې؛ خو لوبډله یې بریا ته ونه شوه رسولی.

د کندهار په توپ اچوونکو کې منظور احمد، عبدالرازق هوتک او محمد فهیم ۲ـ۲، جلیل خان، فرهاد او احمد ضیاء ۱ـ۱ ویکټ واخیسته. د دې لوبې غوره لوبغاړی جاوېد سلیمان خېل و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۱۶ منډې کړې وې.

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولايتي یو ورځنيو سیالیو په لړ کې نن په خوست کرکټ لوبغالي کې کوچیانو لوبډله د سرپل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. سرپل د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. کوچیانو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په زیان ۲۷۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۷۱منډو هدف وټاکه. د کوچیانو لپاره په توپوهنه کې بارکزي ناصري ۱۶۳ ناسوځېدلې، خیال محمد ۱۶، یحیی خان ۱۴ او حسن احمدزي ۱۱ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د سرپل په توپ اچوونکو کې محمد خان ۴، خالد فاروق ۳، سید خان او نصرت الله ځدراڼ ۱ ـ۱ ویکټ واخیسته.

سرپل لوبډلې په ۳۴.۲ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۱۲۶ منډې وکړې او سیالي یې د ۱۴۴ منډو په لوی توپیر وبایلله.

د سرپل لپاره په توپوهنه کې بصیر احمد ۳۰، نجیب الله ځدراڼ ۲۱، جلیل ۱۹، محمد علم خان ۱۵ او سید خان ۱۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې؛ خو لوبډله یې له ماتې ونه شوه ژغورلی.

د کوچیانو په توپ اچوونکو کې خیال محمد، بشیر او دلاغا ۳ـ۳ او اقدام الحق ۱ ویکټ واخیسته.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه بارکزي ناصري ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۶۳ ناسوځېدلې منډې کړې وې.