غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلې په خوست کې د کمال خان بند جام وګاټه

د شرف الدین اشرف د هر اړخېزې لوبې پر مټ غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
غني بابا واټر ډیفنډرز لوبډلې په خوست کې د کمال خان بند جام وګاټه

د شرف الدین اشرف د هر اړخېزې لوبې پر مټ غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې د اتو ویکټو په توپیر کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې لوبډلمشر رحمن الله ګربز وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې د ټولو ویکټو په غورځېدو د لوبې په ۱۸.۵ اورونو کې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او د ۱۳۶ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه، د کمال خان ډیم ډیویلپرز لپاره په توپ وهنه کې اکرام علي خېل ۳۷، سمیع الله شینواري ۲۵ او حشمت الله شهیدي ۱۶ منډې ترسره کړې، چې په توپ اچونه کې حسیب الله لکڼوال څلور، ننګیال او شرف الدین اشرف هر یو دوه، دوه، یوسف ځاځي او قیس احمد هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې په دوهمه نیمایي کې غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې د هدف ترلاسه کولو په موخه توپ وهنه پیل کړه او د دوو ویکټو په غورځېدو د لوبې په ۱۲ اورونو کې وتوانېدل چې یاد هدف پوره او کمال خان ډیم ډیویلپرز لوبډلې ته ماتې ورکړي.

د غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډلې ته په توپ وهونکو کې شاهد کمال ۵۲، شرف الدین اشرف ۵۰ او نجیب الله ځدراڼ ۱۹ منډې ترسره کړې، د کمال خان ډیم ډیویلپرز په توپ اچونکو کې یوازې سید احمد شېرزاد یوه ویکټ ترلاسه کړه. شرف الدین اشرف د هر اړخېزې لوبې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.