افغان کرکټ بورډ له کام ایر شرکت سره د هوایي سفر د همکاریو تړون لاسلیک کړ

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د دغې ادارې او کام ایر شرکت د استازو ترمنځ په هندوستان کې د ایرلنډ پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د هوایي سفر د همکاریو تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې د ملي لوبډلې لوبغاړي او د ادارې کارکوونکي د هوايي سفر په برخه کې د قرارداد له ګټو برخمن وي او په بدل کې به یې اداره یاد شرکت ته د اعلاناتو زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کام ایر هوايي شرکت له افغانستان کرکټ بورډ سره په هندوستان کې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره د سفر د همکارۍ تړون لاسلیک کړی و.

د افغانستان کرکټ استازو په یاده ناسته کې د کام ایر هوایي شرکت له مشرتابه او استازو مننه وکړه چې له دغې ادارې سره یو ځل بیا د همکاریو تړون لاسلیک کوي او هیله ده چې په یاده برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ اوږدمهاله قرارداد هم لاسلیک شي.

همدارنګه د کام ایر هوایي شرکت استازو هم په دغه ناسته کې د کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه چې دوی ته یې په یاده برخه کې فرصت برابر کړ او ډېره هڅه کوي چې له دغې ادارې سره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي او د همکاریو پر اوږدمهال تړون سره یوې هوکړې هم ته ورسیږي.

د یادولو ده چې د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ به راتلونکې مارچ میاشت کې پیل شي او د همدې میاشتې په شپږمه، اتمه او لسمه نېټه به افغان ملي لوبډله له یادې لوبډلې سره خپلې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.