کابل بازانو په شپږيزه ليګ کې پرلپسې دريمه بريا هم خپله کړه

د اصغر افغان په مشرۍ د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۷مه سيالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې او د خپل ټاکلي هدف څخه يې په ښه ډول دفاع وکړه، چې پرلپسې دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.
کابل بازانو په شپږيزه ليګ کې پرلپسې دريمه بريا هم خپله کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ ۷مه سيالي نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او عارف عظيم بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پيل شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

د کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې يونس احمدزي ۳۵، اصغر افغان ۲۵، حضرت الله ځاځي ۲۰ او محمد سردار هم ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د عارف عظيم بوست ساتونکو له لوري نصرت الله ۲، دولت ځدراڼ، ضيا الرحمن، ګلبدين نایب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۴۵ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست ساتونکو ټوله لوبډله په ۱۸.۱ اورونو کې وسوځېدله او ۱۱۹ منډې يې وکړې، چې په ۲۵ منډو يې د کابل بازانو لوبډلې څخه ماته وخوړله.

د دوی له لوري حشمت الله شهيدي ۳۵، بهار شينواري ۲۲ او وقار الله اسحاق ۱۵ منډې وکړې. بل خوا د کابل بازانو له لوري ډېره ښه توپ اچونه ترسره شوه چې ټينډای چټارا، امير حمزه او وقار سلام خېل ۲-۲، اصغر افغان او سميع الله شينواري ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه وقار سلام خېل ترلاسه کړه.

تر دې مهاله پورې د کابل بازانو لوبډلې په شپږيزه کرکټ ليګ کې ماته نه ده خوړلې او درې پرلپسې سياليو کې يې بريا خپله کړه چې د ۶ نومرو درلودلو سره د جدول په سر کې قرار لري.

د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۱۱مه نېټه سهار ۹ بجې د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سیالۍ کې د ډېلي فرېش امو نهنګانو او عارف عظيم بوست ساتونکو لوبډلې مخامخېږي، همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه بيا ۹مه لوبه د وزيرزي مس عينک اتلان او سپين غر زمريان ترسره کوي.