ګډه خبري اعلامیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکې لوبلړۍ په نېټو کې بدلون راغی

د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو په ګډه پرېکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو دریو نړبوالو شل اوریزو سیالیو په مهالوېش کې بدلون راولي. د نوي مهالوېش له مخې به یاده لوبلړۍ له پخوانۍ ټاکل شوې نېټې یوه ورځ وړاندې د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل شي، چې وروستۍ دوه لوبې به یې د مارچ په ۲۶ او ۲۷ نېټو د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکو درې شل اوریزو سیالیو په پخوانیو نېټو کې بدلون د (Hawk-Eye) ټیکنالوژۍ د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی. دواړو بورډونو د یادو سیالیو لپاره د هر ډول اړینو نشراتي ټکنالوژیو د کارولو او موجودیت په موخه په یادو نېټو کې د بدلون په اړه هوکړه کړې، ترڅو راتلونکې سیالۍ له نشراتي پلوه د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیارونو په شتون او غوره کیفیت سره ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو نوی مهالوېش په لاندې ډول دی:

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه، د مارچ میاشتې ۲۴مه نېټه، د جمعې ورځ
دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه، د مارچ میاشتې ۲۶مه نېټه، د یکشنبې ورځ
دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه، د مارچ میاشتې ۲۷مه نېټه، د دوشنبې ورځ