جاوېد او نجات په ستر توپير بند امير ښاماران بريالي کړل

د بند امير ښامارانو له لوري جاوېد احمدي د ۱۱۷ منډو په زړه پورې ناسوځېدلې توپوهنه ترسره او همدا راز نجات مسعود بيا ۵ لوبغاړي وسوځول او د ۱۰۹ منډو په ستر توپير يې د بند امير ښامارانو لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه.
جاوېد او نجات په ستر توپير بند امير ښاماران بريالي کړل

د شپږيزې کرکټ ليګ د لومړي پړاو په وروستۍ يا ۱۵مه لوبه کې د پاراګان بند امير ښامارانو او عارف عظیم بوست ساتونکو لوبډلې مخامخ شوې.

په پيل کې د لوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بند امير ښامارانو له لوري جاوېد احمدي د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. دا دويم توپوهونکی و چې سليزه يې ووهله، تر نوموړي مخکې بيا کېمرون ډيلپورټ په ۲۰۱۷ کې سليزه وهلې وه.

د بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۳ منډې وکړې، چې تر جاوېد احمدي وروسته افسر ځاځي ۲۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري نصرت الله ۲، ضيا الرحمن اکبر او ګلبدين نايب ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۹۴ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست ساتونکو لوبډلې توپوهنه ډېره کمزورې وه چې په ۱۲.۴ اورونو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۸۴ منډې يې وکړې. د دوی له لوري قېس احمد ۲۷ او دروېش رسولي ۲۲ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري نجات مسعود په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د ۲۲ منډو په بدل کې يې ۵ لوبغاړي وسوځول، دا د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې دويمه غوره توپ اچونه وه. همدا راز مجيب الرحمن ۲ او راشد خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاوېد احمدي ترلاسه کړه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې يې تر ټولو زياتې ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لومړي پړاو لوبو پای ته رسېدو سره مس عينک اتلان د جدول په سر کې او بند امير ښاماران بيا دويم راغلل. همدا راز کابل بازان دريم او سپين غر زمريان په څلورم مقام دي، چې دغه څلور واړه لوبډلو پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه.

د يادولو ده چې د اکتوبر په ۱۶مه نېټه سهار ۹ بجې به په لومړۍ پلی آف لوبه کې د وزيرزي مس عينک اتلان او د پاراګان بند امير ښاماران لوبډلې مخامخ شي. همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا په دويمه پلی آف لوبه کې د کابل بازان او سپين غر زمريان لوبډلې مېدان ته کوزېږي.