محمد جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

افغانستان کرکټ بورډ، د هېواد پېژندل شوي خبریال او کرکټ شنونکي ښاغلي محمد جعفر هاند ته د کرکټ په ډګر کې د غوره خدمتونو، د کرکټ د غوره پوښښ، د کرکټ اړوند څېړنیز راپورونو او نوي اثر لیکلو له امله د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړ.
محمد جعفر هاند ته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر مقام ورکړل شو

د کرکټ  په ډګر کې د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې، د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې اثر هم په دې وروستیو ورځو کې له چاپه راوتلی چې د ښاغلي هاند له لوري لیکل شوی چې پکې د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته اشاره شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په دې اړه وویل: ((هر هغه څوک چې د کرکټ لپاره خدمت کوي، کرکټ ته خبري پوښښ ورکوي، په اړوند یې څېړنه کوي او پر ځای نیوکې کوي، موږ د دوی کړنې ستایو او مثبتو سپارښتنو ته یې درناوی لرو.))

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((دا چې ښاغلی جعفر هاند ډېری وخت پر کرکټ غوره څېړنيز راپورونه لیکي، کرکټ ته ژور پوښښ ورکوي او په دې وروستیو کې یې د کرکټ په اړه په زړه پوری او هر اړخیز کتاب هم لیکلی دی؛ د اداري په استازیتوب ورته د افغان کرکټ د افتخاري سفیر ویاړ ورکوم، ترڅو نوموړی لا ډېر وهڅول شي او افغان کرکټ ته لا ډېر خدمتونه وکړي.))

باید وویل شي چې ښاغلي یوسفزي د ښاغلي جعفر هاند د نوي لیکل شوي اثر۲۰۰ جلده کتابونه هم په خپل شخصي لګښت وپېرل چې په وینا یې، د مرکزي دفتر سربېره به یې د ادارې زونونو ته هم ولېږي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((موږ همېشه د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو او اصولو ته احترام لرو، هر وخت مو له خپلو درنو خبریالانو او تحقیقي مرکزونو سره د کرکټ ټول اړوند معلومات شریک کړي چې په دې برخه کې به موږ هر وخت همکاره واوسو.))

د یادولو ده چې ښاغلي محمد جعفر هاند د کرکټ په اړه په خپل نوي کتاب کې د افغان کرکټ په اړه ډېر جالب او هر اړخیز معلومات راغونډ کړي، دا په ورته ډول کې لومړنی کتاب دی چې په دومره ښه ډول او ژور تحقیق او څېړنې سره لیکل شوی دی.