د هند او افغانستان ترمنځ تاریخي ټسټ لوبه د هند په بریا پای ته ورسیده

دهند او افغانستان د تاریخي ټسټ په ترڅ کې نن هند داسې مهال لوبه پیل کړه چې ۲۴۷ منډې یې کړې وې او ۶ لوبغاړي یې سوځیدلي وو، څلور لوبغاړي یې نن وسوځیدل په ټوله کې د هند ټوله لوبډله په خپل لومړي اننګز کې په ۴۷۴ منډو وسوځیدله د افغانستان له خوا یمین احمدزي ۳ او وفادار۲ ، او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او مجیب الرحمن یوه یوه ویکټه واخسته یو لوبغاړی رن اوټ شو .
د هند او افغانستان ترمنځ تاریخي ټسټ لوبه د هند په بریا پای ته ورسیده

دهند او افغانستان د تاریخي ټسټ په ترڅ کې نن هند داسې مهال لوبه پیل کړه چې ۲۴۷ منډې یې کړې وې او ۶ لوبغاړي یې سوځیدلي وو، څلور لوبغاړي یې نن وسوځیدل په ټوله کې د هند ټوله لوبډله په خپل لومړي اننګز کې په ۴۷۴ منډو وسوځیدله د افغانستان له خوا یمین احمدزي ۳ او وفادار۲ ، او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او مجیب الرحمن یوه یوه ویکټه واخسته یو لوبغاړی رن اوټ شو . د افغانستان د توپوهنې پیل محمد شهزاد جاوید احمدي وکړ دواړه تر ډیره په ویکټه پاتې نه شول په دوی پسې راتلونکي لوبغاړي هم ښه ونه ځلیدل ټولې منډې ۷۸ ته رسیدلې وې چې د افغانستان ۷ لوبغاړي سوځیدلي وو.د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۰۹ منډو وسوځیدل او لوبډله فالو ان کې راغله . د هند له توپ اچونکو اشوین تر نورو ښه وځلید او څلور لوبغاړي یې وسوځول. د افغانستان توپ وهونکود پرلپسې دویم ځل لپاره توپوهنه پیل کړه. په دویم اننګز کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۰۳ منډو وسوځیدل او د هند د لومړي اننګز ۲۶۲ منډې برلاسي هم په سر پاتې شوه نو هند دا ټیسټ لوبه په یوه اننګز او ۲۶۲ منډو وګټله. د هند له توپ اچونکو جدیجا ۴ ویکټې واخستې او تر نورو ښه وځیلد.