افغانستان کرکټ بورډ د روزنې دریمه درجه کورس پیل کړ

افغانستان کرکټ بورډ دولس اړوند مسوولینو ته چې له دې وړاندې یې دویمه درجه کورس پای ته رسولی و، د روزنې دریمه درجه کورس او ورکشاپ پیل کړ چې د پیل په مراسمو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا ځینو مسوولینو هم ګډون درلود.
افغانستان کرکټ بورډ د روزنې دریمه درجه کورس پیل کړ

افغانستان کرکټ بورډ دولس اړوند مسوولینو ته چې له دې وړاندې یې دویمه درجه کورس پای ته رسولی و، د روزنې دریمه درجه کورس او ورکشاپ پیل کړ چې د پیل په مراسمو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا ځینو مسوولینو هم ګډون درلود.

دغه اووه ورځنی کورس چې پرون (د مې ۲۶مه) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري پیل او د جون تر لومړۍ نېټې به دوام ومومي، د کرکټ نړیوالې شورا تر بشپړې څارنې له لوري ترسره کېږي.

په دغه روزنیز کورس کې اړوند مسوولینو ته د کرکټ نړیوالې شورا د مجرب او مسلکي ښوونکو له لوري تدریس کېږي چې له شا وخوا سلو زیاتو کورسونو کې یې تدریس کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د یاد کورس په پیل کې لومړی د کرکټ نړیوالې شورا مسوولینو او همدا ډول ښوونکو ته ښه راعلاست ووایه او په وینا یې، له شک پرته دا یوه لویه لاسته راوړنه ده، ترڅو د دې کورس او ورکشاپ زده کوونکي ترې باید غوره ګټه پورته کړي.

هغه زیاته کړه: ((دا د کرکټ په مسلکي برخه کې د افغان کرکټ لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده چې له دې وړاندې ورته سخته اړتیا لیدل کېده، له دې وروسته به موږ په یاده برخه کې هم پياوړي یو او له دې سره به مو کرکټ لا ډېر پياوړی شي چې د دغه کورس او ورکشاپ ګډونوال باید له یاد فرصت په ښه ډول ګټه پورته کړي.))

همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا له لوري هم ښاغلي عمار شیخ، اقبال سکندر، امین الاسلام او ابهیشېک د یاد پروګرام د پیل په مراسمو کې ګډون درلود او د یاد کار ستاینه یې وکړه چې له شک پرته به افغان کرکټ ورسره په اړوند ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د هېواد دننه او بهر په نږدې راتلونکي کې د روزنې د دریمه درجې او نور اړوند کورسونه او ورکشاپونه هم پیل کړي، ترڅو ورسره په اړوند ډګر کې د مسلکي روزونکو کمښت له منځه ولاړ شي.