د هلمند کرکټ لوبغالي د رغنیزې  چارې بشپړې شوې

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هېواد بېلابېلو ولایتونو د کرکټ لوبغالو د بیارغولو چارې پیل شوې دي، چې په دې لړ کې یې د هلمند کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې بشپړې کړې.

د هلمند کرکټ لوبغالی چې د هلمند وال ساختماني شرکت له لوري د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ۳۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شل جریبه ځمکې ساحه کې کې جوړ شوی، د یوې روزنځای (اکاډمۍ) او د اوبو څاه ترڅنګ د پویلین ودانۍ درلودونکی دی؛ چې د لوبغاړو دوه د ناستې ځایونو سربېره اته خونې، ۱۰ تشنابونه او یو پخلنځی لري.

 له تېرو دوه کلونو راهیسې د افغانستان کرکټ بورډ د یاد لوبغالي د رغونې او په دغه لوبغالي کې د ویشتنځایونو(پچونو) جوړولو چارې پیل کړې وې.
په یاد لوبغالي کې د نویو ویشتنځایونو د جوړولو ترڅنګ، د لوبغالي برابرول (لېولینګ)، د لمریزې (سولري) بریښنا سیستم برابرول شامل دي.

د پورته یادو شویو کارونو په پای ته رسېدو سره د هلمند کرکټ لوبغالی د لوبو ترسره کولو لپاره په بشپړ ډول چمتو شو.