افغان اتلانو شل اوریزه لوبلړۍ په بریا سره پیل کړه

ملي لوبډلې د نجات مسعود د ۳ وېکټو، د حضرت الله ځاځي ۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۴۴ چټکو ناسوځېدلو منډو پر مټ زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکیوالی ترلاسه کړ.
افغان اتلانو شل اوریزه لوبلړۍ په بریا سره پیل کړه

ملي لوبډلې د نجات مسعود ۳/۳۹ توپ اچونې، حضرت الله ځاځي ۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۴۴ چټکو ناسوځېدلو منډو پر مټ زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د شپږو ویکټو په توپیر  ماتې ورکړه او د دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کې یې ۱-۰ مخکیوالی ترلاسه کړ.

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن د زمبابوې په هراري لوبغالي کې له یادې لوبډلې سره لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه، زمبابوې لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه. دوی د سکندر رضا ۴۵، ویسلي مدیوېر ۳۲ او رګیز چکبوا ۲۹ منډو جوړولو سره د ۱۶۰ منډو هدف افغان ملي لوبډلې ته وټاکه. د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تېز توپ اچوونکي نجات مسعود چې نن یې لومړنۍ نړیواله لوبه ترسره کوله درې، فضل الحق فاروقي، محمدنبي او راشدخان یو یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړل.

د زمبابوې لوبډلې ۱۶۰ منډو هدف پسې د افغان ملي لوبډلې پیلیز توپوهونکو رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځي چټک پیل وکړ او په خپله ملګرتیا کې یې ۸۳ منډې ترسره کړې. حضرت الله ځاځي د ۲۶ توپونو لوبولو سره ۴۵، نجیب الله ځدراڼ ۲۵ توپونو باندې ۴۴ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز په ۳۶ توپونو ۳۳ منډې ترلاسه کړې، چې پر مټ یې افغان ملي لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر نننۍ لوبه وګټله. د زمبابوې لوبډلې په توپ اچونه کې ریان بورل د ۱۴ کمو منډو په ورکولو سره درې او لوک جانګوې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپوهونکي نجیب الله ځدراڼ د دریو شپږیزو او دوو څلوریزو په ترسره کولو سره یوازې ۲۵ توپونو باندې ۴۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو چې بیا یې خپله جایزه نجات مسعود ته چې نن یې درې ویکټې ترلاسه کړې وې؛ ډالۍ کړه
.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د روانې شل اوریزې لوبلړۍ دویمه سیالي سبا له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې ترسره شي.