ایچ ډي اکرمن د افغان  لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه وټاکل شو

د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی، ۴۶ کلن هېلټن ډېن اکرمن د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
ایچ ډي اکرمن د افغان  لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه وټاکل شو

د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی، ۴۶ کلن هېلټن ډېن اکرمن د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

نوموړی په ۹۰مه لسیزه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلور ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د انګلستان په کاونټي کرکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.

اکرمن د کرکټ په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره زیاتې منډې کړې دي او په مسلکي کرکټ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.

نوموړي د سویلي افریقا په کورني کرکټ کې هم د روزنې په ډګر کې د الف، او ایمرجېنګ کرکټ ملي لوبډلو سره د مشر او توپوهنې د روزونکي او همدارنګه د نامیبیا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سویلي افریقا یاد توپوهونکی بیا په ۲۰۰۵ کال کې د یوه تړون له مخې، له سویلي افریقا انګلستان ته کډه شو او هلته د لیسټرشایر کرکټ د کاونټي لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

 په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزی وایي: ((خوښ دی چې ایچ ډي اکرمن له افغانستان کرکټ بورډ سره د ملي لوبډلې د توپوهنې په برخه کې د روزونکي دنده پیلوي چې په کرکټ او په ځانګړې توګه د لوبغاړو په روزونه کې ډېره تجربه لري او هیله من یم چې د نوموړي په شتون کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د توپوهنې په ډګر کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه یوسي.))

د یادولو وړ ده چې اکرمن په اسټرالیا هېواد کې هم د روزنې تجربه لري، پر همدې بنسټ هیله ده چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د شل اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي او لوبو ګټلو په ډګر کې ښه پایله ولري.