دویم پړاو زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالۍ پیلوي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شي چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې دوام ومومي.
دویم پړاو زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د زرغون افغانستان جام دویم پړاو سیالۍ پیلوي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شي چې د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې په خوست ولایت کې دوام ومومي.

د یادو سیالیو په لومړي پړاو کې، چې تېر کال ترسره شو، درې لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز، ګډون درلود خو د افغانستان کرکټ بورډ د جونیر چیمپینز په نوم څلورمه لوبډله هم یادو سیالیو ته اضافه کړه چې پکې به د هېواد د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي برخه ولري ترڅو د هېواد د ملي لوبغاړو ترڅنګ ولوبېږي او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ راتلونکو سترو د اسیا او نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ونیسي.

د تېر کال په څېر دغه سیالۍ یو ځل بیا په یو ورځنۍ بڼه ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله په لومړي پړاو کې دوه ځلې له نورو لوبډلو سره مخ شي او د ۱۹ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ټولې ۱۳ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي.
د نولس کلنې کم عمره لوبډلې ترڅنګ به په درې نورو ګډون کوونکو لوبډلو کې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېږي ترڅو راتلونکو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو ته ښه چمتو شي. دغه راز د هېواد ځوانو لوبغاړو ته د لا پرمختګ او غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د کورني کرکټ یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي چې د یادو سیالیو لومړی پړاو په کامیابه بڼه ترسره شو او د نړیوالو سیالیو لپاره یې د ملي لوبډلې په تیارولو کې اغېزمن رول درلود. ((د زرغون افغانستان جام لومړی پړاو سیالۍ په خورا ښه بڼه ترسره شوې چې په هېواد کې د کرکټ د مینه والو له پراخ هرکلي سره مخ شوې. دغه راز یادو سیالیو د ملي لوبډلې په چمتووالي کې خورا اغېزمن رول ولوباوه چې پرمټ یې افغان لوبډلې د زمبابوې په سفر خپلې شپږ واړه لوبې وګتلې او ډک لاسونه هېواد ته راستنه شوه. دا چې افغان لوبډله په نږدې راتلونکي کې نړیوالې سیالۍ لري نو د افغانستان کرکټ بورډ غوره وګڼله چې د یادو سیالیو دویم پړاو هم ترسره کړي ترڅو د راتلونکو سیالیو لپاره افغان اتلان په ښه توګه تیار کړي.))

نوموړي زیاته کړه: ((دغه راز موږ د لوبډلو شمېر هم څلورو ته لوړ کړ او د ځوانو اتلانو په نوم مو د نولس کلنې ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره یوه جلا لوبډله جوړه کړه ترڅو له ملي اتلانو ترڅنګ ولوبېږي او راتلونکو اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته بشپړ تیاری ولري.))

د یادونې وړ ده چې د زرغون افغانستان جام سیالۍ تېر کال د افغانستان د کورني کرکټ په جوړښت کې ځای پر ځای شوې. د کورني کرکټ په جوړښت کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېست اې او د وزیر محمد اکبر خان ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ له وړاندې ځای لري او په یاد جوړښت کې د دې سترو لوبو شاملول به د کورني کرکټ سیالیو ته لا زیاته تنوع ور وبخښي چې ورسره به د کورنیو یو ورځنیو سیالیو او په ټوله کې د کورني کرکټ کیفیت نور هم لوړ شي.