د افغان نولس کلنې لوبډلې د نړیوال جام په مهالوېش کې بدلون رامنځته شو

د افغانستان نولس کلنه کم عمره کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن غرمه د ټرینیډاډ او ټوباګو ټاپو ته ورسېده، چېرته چې به یاده لوبډله د ۲۰۲۲م کال نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي. یاد هېواد ته د افغان لوبډلې د ناوخته رسېدو؛ او د نړیوال جام لپاره د قرنطین د محدودیتونو پر اساس د افغان لوبډلې یوه لوبه چې ټاکل شوې وه، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د زمبابوې نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې ترسره شي، وځنډېده چې د نوي مهالوېش له مخې به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره کېږي.

ټاکل شوې وه چې افغان نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله د نړیوال جام په ترڅ کې خپله لومړنۍ سیالي د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړي خو دغه لوبه اوس ځنډول شوې ده، د نوي مهالوېش له مخې به افغان نولس کلنه کم عمره لوبډله د قرنطین مودې له پوره کولو وروسته د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د پاپو نیو ګیني لوبډلې په وړاندې لوبه ترسره کړي. همدارنګه د افغان لوپدلې دویمه سیالي چې پاکستان په وړاندې د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه پلان شوې وه، پر خپل ځای پاتې ده او د پلان له مخې به د جنورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره شي. 

د افغان لوبډلې د ناوخته رسېدو له امله د نړیوال جام د دریم ګروپ په ټول مهالوېش کې بدلون راغلی دی چې له مخې یې د  ګڼ شمېر سیالیو په نېټو کې بدلون رامنځته شوی دی. د یاد مهالوېش له مخې به په لومړي پړاو کې هره لوبډله درې لوبې وکړي چې له منځه به یې ۲ مخکښې لوبډلې کوارټر فاینل پړاو سیالیو ته لاره ومومي او پاتې دوه نورې لوبډلې به په پلېټ جام سیالیو کې ولوبېږي. 

دا له ۲۰۱۰م کال راهیسې په ټوله کې اووم ځل دی چې افغان نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله د خپلو هم عمره لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي. افغان لوبډلې په ۲۰۱۸م کال نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ښې لوبې وکړې چې تر نیمه پایلوبو رسېدلې وه. د ۲۰۱۸م کال سیالۍ په ۷ ځلې ګډون کې د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو بریالی پړاو شمېرل کېږي چې پکې افغان لوبډلې د پاکستان او نیوزیلند لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وې.