چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو کې میدان وردګ او فاریاب لوبډولو بریاوې خپلې کړې

​​​​​​​د کورني کرکټ چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په څلورمه ورځ میدان وردګ د فراه لوبډلې سره، پکتیا د فاریاب لوبډلې سره لوبې ترسره کړې.
چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو کې میدان وردګ او فاریاب لوبډولو بریاوې خپلې کړې

د کورني کرکټ چلینج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په څلورمه ورځ میدان وردګ د فراه لوبډلې سره، پکتیا د فاریاب لوبډلې سره لوبې ترسره کړې.

فاریاب لوبډلې پکتیا لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۹ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې هدایت الله ۱۴۳، نورالحق ۵۶ او زهد زاخېل ۵۰ منډې جوړې کړې. پکتیا لوبډلې ته په توپ اچونه کې عبدالسلام ۵، کبیر علي خېل او محمد ریاض یو- یو لوبغاړی وسوځولو.

ورپسې پکتیا لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړ، چې ټوله لوبډله یې د ۳۰۰ منډو جوړولو ورسته د لوبې په ۴۹،۵ اور کې وسوځیدو او لوبه یې فاریاب لوبډلې ته د ۷ منډو په توپیر وبایلله.
پکتیا لوبډلې ته په توپوهنه کې حقمل اریا ۱۸۳ او داود ۴۵ ډیرې منډې جوړې کړې، فاریاب ته په توپ اچونه کې نعمت الله ۴، نورالحق، حسن صافي دوه- دوه او حیات الله یو لوبغاړی وسوځوه.

همدا راز په دویمه لوبه کې میدان وردګ لوبډلې فراه لوبډلې ته په پوره ۵۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۱۷ منډې هدف وټاکه. چې له ډلې یې محمد سردار ۱۲۴، صابر ۶۲ او عمران محمدي ۵۷ زیاتې منډې ترسره کړې. فراه لوبډلې ته په توپ اچونه کې نصارالله او محمد حسن یو- یو لوبغاړی وسوځوه.

ورپسې فراه لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپ وهنه پیل کړه چې په پوره ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۲۳۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې میدان وردګو لوبډلې ته وبایلله.

فراه لوبډلې ته په توپ وهنه کې عبدالرزاق ۴۴ او وحیدالله ۳۹ زیاتې منډې ترسره کړې. میدان وردګو لوبډلې ته په توپ اچونه کې رسول خان ۴، بریال او عمران محمدي دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې د چلنج کپ دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې فاریاب د نورستان پر وړاندې او په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د کوچیانو د فراه پروړاندې لوبې ترسره شي.