له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د نړيوال جام په موخه سويلي افريقا ته وخوځېده

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو په نړيوال جام کې د ګډون په موخه له کابل څخه د سويلي افريقا پر لوري وخوځېده او په همدې تړاو د دوی له روانېدو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ کې خبري ناسته هم ترسره شوه.
له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله د نړيوال جام په موخه سويلي افريقا ته وخوځېده

د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو په نړيوال جام کې د ګډون په موخه له کابل څخه د سويلي افريقا پر لوري وخوځېده او په همدې تړاو د دوی له روانېدو وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ کې خبري ناسته هم ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په یاده خبري ناسته کې وویل، افغانستان د روان کال د ۱۹ کلنو نړيوال جام ته په مستقيم ډول لاره پیدا کړې ده او د دغه جام لپاره د چمتووالي په  موخه له تېر يو کال راهيسې پر لوبډله  کار روان و او دا دی له پوره تيارۍ برخمنه لوبډله ياد جام ته لېږي.

نوموړي همدا راز وويل، چې د ۲۰۱۸ کال په ۱۹ کلنو نړيوال جام کې افغان لوبډله تر نيمه پايلوبې رسېدلې وه او دا ځل يې هم هيله څرګنده کړه، څو افغان لوبډله ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

ښاغلي ستانکزي وويل: ((د ۱۹ کلنې لوبډلې پر چمتووالي له تېر يوه کال راهيسې کار روان دی، له تېرو ۶ مياشتو راهيسې ۱۹ کلنو ځوانانو ډېر تمرينونه او لوبې ترسره کړې دي، لومړی ۶۰ لوبغاړي غوره شوي وو چې وروسته ۲۵ او بيا ۲۰ غوره لوبغاړي یې له منځه انتخاب شول. په ۱۹ کلنه لوبډله کې هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې په شپږيزه او نورو سیاليو کې ښه ځلېدلي او دا دی ابراهیم ځدراڼ هم له لوبډلې سره يو ځای شوی دی، ځکه چې هغه د نړيوالو لوبو تجربه هم لري او لوبډله به ورسره ډېره پياوړې وي.))

هغه هيله څرګنده کړه چې لوبډلې ته په کتلو سره دا هيله کېدای شي چې لوبډله په د غو سیالیو کې ډېره مخکې ولاړه شي او سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي. هغه همدا راز وويل چې له انګلستان او هند ۱۹ کلنو لوبډلو سره به افغان لوبډله دوه تمريناتي لوبې هم تر نړيوال جام مخکې ترسره کوي.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې روزونکی رييس احمدزي چې له يادې لوبډلې سره د مشر روزونکي په توګه سويلي افريقا ته ولاړ، په خپلو خبرو کې وويل، چې کرکټ بورډ د لوبډلې هره غوښتنه پوره کړې او په تېر يو کال کې یې ډېره ښه لوبډله جوړه کړې او په لوبغاړو یې ډېر کار کړی دی.

هغه وويل: ((د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې ټولې پیاوړې لوبډلې شاملې دي، خو موږ هم ورته له پوره چمتووالي سره ور روان يو او انشاء الله چې ډک لاس به هېواد ته راستانه شو.))

دغه راز د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر فرهان زاخېل هم په خپلو خبرو کې يادونه وکړه، چې په اسیا جام، سويلي افريقا او هند سره په لوبلړۍ کې یې ډېرې ښې لوبې ترسره کړې دي، همدا راز د ۱۹ کلنو نړيوال جام مخکې دوه کمپونه هم لري، چې يو د کرکټ بورډ له لوري برابر شوی او دویم یې بیا د کرکټ نړیوالې شورا له لوري او د دې تر څنګ له نورو لوبډلو سره تمريناتي لوبې هم لري، نو نړيوال جام ته به په بشپړې تيارۍ سره ورځي او ښې لوبې به ترسره کوي.

له خبري ناستې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي یو ځل بیا له لوبغاړو سره ناسته وکړه، هغوی ته یې په خپله وینا کې وویل: ((تاسو د افغانستان د استازو په توګه سویلي افریقا ته روانیږئ، له تاسو هر یوه ډېرې هیلې دي او ډاډه یم چې ښه به وځلیږئ.))

هغه همدارنګه زیاته کړه، اوس د ۱۹ کلنو په توګه د افغانستان استازیتوب کوئ، هغه ورځ هم لرې نه ده چې په ملي لوبډله کې د نورو لوبغاړو په څېر ځایونه خپل کړئ او ټول لوبغاړي باید اصولو او نظباط ته لومړیتوب ورکړي.

همدارنګه د کرکټ عملیاتي مسوول ښاغلي ولي امین او د یادې لوبډلې مشر روزونکي رییس احمدزي له کرکټ بورډ ادارې مننه وکړه چې د دوی هر غږ ته یې لبیک ویلی او لوبغاړو ته یې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي او دا دی اوس له نړیوال جام ته له بشپړ چمتووالي سره روان دي چې دوی هم د لوبغاړو پر غوره کارکردګۍ او ډسپلین ټینګار وکړ.

د ۱۹ کلنو نړيوال جام چې د روان ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلیږي د فبرورۍ تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي. په دغه جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون لري چې افغانستان په (ډي) ګروپ کې د کوربه سويلي افريقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلې سره لوبې کوي.