غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم اووم پړاو اتصالات - غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به د کندوز ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

په یادو سیالیو کې څلور بېلابېلې لوبډلې، ماهیپر ستوري، میوند اتلان، پامیر لیجېنډز او هندوکش سټرایکرز، ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د میوند اتلان لوبډله د جولای میاشتې په لسمه نېټه د پامیر لیجېنډز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۶ لوبې ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د جولای میاشتې په ۲۵مه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي. 

په ۷م پړاو غازي امان الله خان جام سیالیو کې به د ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نوموتي او د غوره کارکردګۍ لرونکي لوبغاړي ولوبېږي. دغه راز ځوانو لوبغاړو ته د لا زیاتو غوره لوبیزو فرصتونو برابرولو په موخه د نوولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم په یادو لوبډلو کې ځای ورکول کېږي چې د خپلو ملي لوبغاړو ترڅنګ به په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په جوړښت کې له خورا ستر ارزښته برخمنې دي چې په هېواد کې د لوبغاړو او لوبې د ودې په برخه کې ستر رول لوبوي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له پلان سره سم به له یادو سیالیو وروسته په راتلونکې اګسټ میاشت کې نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیک او د روان کال په سپټمبر میاشت کې به اووم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس کرکټ سیالۍ ترسره شي.