اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د عمومي مالي ملاتړ کوونکي امتیاز ترلاسه کړ:
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 26 Aug 2020
په یاده رسنیزه ناسته کې د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه مشر وویل:
خوښ یم چې یوځل بیا د هیواد د کورني تجارتي کرکټ لیګ( شپږیزه ) د ښه او معیاري ترسره کولو په موخه د یو پخواني مالي ملاتړ کونکي سره همغږي رامنځته کو، اتصالات افغانستان مخابراتي شرکت سره دې پایلې ته ورسېدو ترڅو دواړه ادارې یو د بل سره هر اړخیزې همکارۍ وکړي او ګټه یې ادارې ته راشي.
ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه شپږیزه کرکټ لیګ کې د پنځو کمپنیو د مالکینو مننه کوم چې یو ځل بیا یې پر افغان کرکټ پانګونه وکړه د یادو ټولو فعالیتونو ګټه ملي بودیجې ته رسیږي چې دا هم زموږ مسولیت او غوره کار دی.
د اتصالات مخابرتي شرکت په استازیتوب کفایت الله نبي خیل وویل:
د خوښۍ ځای دی چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو مالي ملاتړقرارداد لاسلیک کوو. یاد شرکت هڅه کوي چې خپل ټول تجارتي اعلانات او بازار یابي پر ملي لوبغاړو ترسره کړي ترڅو یې دواړه ادارو ته ګټه ورسیږي.
د یادولو ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په ډېره ښه توګه د روان زېږدیز کال د سپټمبر په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به دوام ومومي.