د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته نوی اجراییوي رییس معرفي شو

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د اجراییه ریاست بست ته د ازادې او شفافې سیالۍ له لارې له ګڼو کسانو ازموینه واخیستل شوه، چې په پایله کې یې ډاکټر حامد شینواري یاد ریاست ته بریالی شو او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د ادارې کارکوونکو ته معرفي شو.

نن د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراییوي رییس ښاغلي رحمت الله قریشي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته ښاغلی ډاکټر حامد شینواری د نوي اجراییوي رییس په توګه معرفي شو؛ پخواني اجراییوي رییس په خپلو خبرو کې ډاکټر حامد شینواري ته د نوي مسؤلیت مبارکۍ او ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ادارې له کارکوونکو د ښو خدمتونو له امله مننه وکړه.

نوی اجراییه رییس ډاکټر حامد شینواری د روغتیایي پالیسۍ د مدیریت برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون په ګڼو نورو ملي او نړیوالو ادارو کې د مدیریت او رهبرۍ په کچه دندې ترسره کړې دي.

ښاغلي شینواري په خپلو خبرو کې وویل: دا چې مونږ د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد یو؛ نو د دې امتیاز پاللو او ساتلو لپاره به په ګده لا ډېر کار کوو، هغه زیاته کړه دا چې نړۍ د پرمختګ لور ته روانه ده؛ نو مونږ به هم په اداره کې د نوو پرمختللو سېستمونو رامنځ کولو لپاره باید لا دېره هڅه وکړو؛ تر څو لوړو پرمختګونو موخو ته افغانستان ورسوو.

ښاغلي شینواري د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره په ګډ کار ټینګار وکړ. نوی اجراییه رییس وایي لوبغاړو ته به ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي او له شته ظرفیت څخه به سالمه ګټه پورته کوي.