افغان ستورو بنګله دېش ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د یوې بهترینې هر اړخیزې لوبې وروسته بنګله دېش ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. 

د یادې سیالۍ پچه سیالې بنګله دېش لوبډلې وګټله او لومړی يې افغان لوبډلې ته د توپ اچونې بلنه ورکړه، افغان ستورو د یوې په زړه پورې توپ اچونې په پایله کې د بنګله دېش نولس کلنه کم عمره لوبډله یوازې په ۷۴ منډو له ډګره بهر کړه. د افغانستان لپاره چپ لاسي چټک توپ اچوونکي بشیر احمد ۴، چپ لاسي ورو توپ اچوونکي کامران هوتک ۳ او ښي لاسي چټک توپ اچوونکي خلیل احمد ۲ او یما عرب یوه وېکټ ترلاسه کړه. 

افغان ستورو دغه هدف د درې لوبغاړو په زیان سره په لسم اور کې بشپړ کړ او په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې لومړۍ لوبه په خپله بریا پای ته ورسوله. د افغانستان لپاره سهیل خان زرمتي ۳۳* او محمد هارون ۲۱* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. بشیر احمد د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سریلانکا ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله دېش سره مخامخ شي. په داسې حال کې چې افغان لوبډله به خپله راتلونکې لوبه د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه د سریلانکا د نولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.