ډېوه ګروپ بست ساتونکو د ۲۰ اور په وروستي توپ بریا خپله کړه

د اتصالاتو فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۱مه لوبه کې نن حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان له ډېوه ګروپ بست ساتونکو سره مخ شول چې په پایله کې یې د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لوبډلې د څلورو ویکټو په توپير له حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو بریا خپله کړه.

د لوبې په پیلېدو سره د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د دوه ویکټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۸۸ منډې واخیستې.

د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته محمد شهزاد ۱۰۶ ناسوځېدلې ډېرې، غمي ځدراڼ ۳۵ ناسوځېدلې منډې او بهار علي شینواري ۳۱ منډې ترلاسه کړې.

د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لپاره یوازې کریم جنت دوه ویکټې واخیستې. ورپسې د ډېوه ګروب بست ساتونکو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له ډلې یې لوبډلمشر ګلبدین ۵۴ ناسوځېدلې او احسان الله جنت ۴۵ منډې ترلاسه کړې، چې لوبډلمشر د لوبې تر پایه غوره مسوولیت پر غاړه واخیست چې د لوبې د ۲۰ اور په وروستي توپ چې یوې منډې ته اړتیا وه؛ څلوریزه ووهله او خپله لوبډله یې په ډېره جالبه توګه تر بریا ورسوله.

د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لپاره توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه خو سیاله لوبډله یې له بریا راونه ګرځولی شوه چې له ډلې یې نوراحمد دوه، شاپور، شاهدالله، محمدالله همکار او عبدالله مزاري یوه-یوه ویکټ واخیسته.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه ګلبدین نایب او د سټایلش لوبغاړي جایزه محمد شهزاد ته ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د ایوبي کابل بازان د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو او د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډله د حضرت لمېټېډ له مس عینک اتلانو سره د ماسپښین ۱:۳۰ بجه ډګر ته ښکته شي.