د ابو ظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ افغانستان وګټله

افغانستان د نجیب الله ځدراڼ د غوره توپ وهنې پر مټ زمبابوې ته د ابو ظبي سن ساین شل اوریزې لوبلړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې د ۴۷ منډو به توپیر ماتې ورکړه او د یادې لوبلړۍ اتلولي یې درې د صفر په وړاندې په خپل نوم کړه.
د ابو ظبي سن شاین شل اوریزه لوبلړۍ افغانستان وګټله

افغانستان د نجیب الله ځدراڼ د غوره توپ وهنې پر مټ زمبابوې ته د ابو ظبي سن ساین شل اوریزې لوبلړۍ په دریمه او وروستۍ لوبه کې د ۴۷ منډو به توپیر ماتې ورکړه او د یادې لوبلړۍ اتلولي یې درې د صفر په وړاندې په خپل نوم کړه.

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه د لوبې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، افغانستان په لومړۍ نیمایي کې د اوو ویکټو په غورځېدو ۱۸۳ منډې جوړې کړې او د ۱۸۴ منډو هدف یې زمبابوې ته وټاکه، د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۷۲ چټکې ناسوځېدلې منډې، عثمان غني ۳۹، اصغر افغان ۲۴ او کریم جنت ۲۱ منډې تر سره کړې؛ د زمبابوې په توپ اچونکو کې بیا نګراوا او مزرباني هر یو دوه، دوه، سکندر رضا، مسکنډا او فراز اکرم هر یو یوه، یوه ویکټ تر لاسه کړه.

د زمبابوې لوبډلې د لوبې په دویمه نیمایي کې د ۱۸۴ منډو هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او د پنځو ویکټو په غورځېدو سره یې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۳۶ منډې ترسره کړې او لوبه یې د ۴۷ منډو په توپیر افغانستان ته و بایلله، د زمبابوې لپاره په توپ وهنه کې سکندر رضا ۴۱ ناسوځېدلې، راین برل ۳۹ ناسوځېدلې او مسکنډا ۳۰ منډې ترسره کړې، د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې د کریم جنت دوه، فصل الحق فاروقي، محمد نبي او نوین الحق هر یو یو، یوه ویکټ تر لاسه کول د یادولو وړ دي.

نجیب الله ځدراڼ د ۷۲ چټکو منډو جوړولو پرمټ د لوبې غوره لوبغاړی او کریم جنت د پنځو ویکټو اخیستو ترڅنګ د ۱۰۰ منډو په جوړولو سره د لوبلړۍ غوره لوبغاړی و ټاکل شو.

 د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان په نړیوالو شل اوریزو لوبلړیو کې د کلین سویپ په ډول بریا خپله کړه.