د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ د ډېنجر کرکټ کلب په بریا پای ته ورسېدې

د افغانستان د ۵ زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ، چې د تېرې ډیسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شوې وې، نن د مس عینک زون اړوند ډېنجر کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغې لوبډلې د بست زون خپلواک کرکټ کلب ته په پایلوبه کې په ۵۰ منډو ماتې ورکړه او د ۲۰۲۲م کال د غوره کلبونو ترمنځ د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د افغانستان د اتلو کلبونو په کچه د زونونو ترمنځ سیالیو کې له بست زون خپلواک، له مس عینک زون ډېنجر، له بندامیر زون کابل زلمي، له سپین غر زون سیداغا عرب او له امو زون د دولت اباد ښاروالۍ لوبډلو ګډون درلود.

ټولو ګډون کوونکو لوبډلو په لومړي پړاو کې ۴-۴ لوبې وکړې چې له منځه یې د ګرپ دوه پیاوړو لوبډلو پایلوبې ته لاره ومونده چې نن د مس عینک زون ډېنجر کرکټ کلب د بست زون خپلواک کرکټ کلب ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په پایلوبه کې ډېنجر کرکټ کلب لومړۍ توپوهنه وکړه او د یونس ځدراڼ ۴۶، منیر ځدراڼ ۴۰ ناسوځېدلو او عابد تڼیوال د چټکو ۲۶ منډو پر مټ یې خپلواک کرکټ کلب ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه. د خپلواک لوبډلې په ګټه احمدالله دوه، بشیر احمد، نقیب الله، خیال محمد او احمدضیاء هر یوه یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

په ځوابي لوبه کې خپلواک لوبډلې د علي احمد ناصر ۴۰ او نعمان شاه ۳۹ منډو پر مټ یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او د ۵۰ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د ډېنجر کرکټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نوید ځدراڼ او زیت الله شاهین ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې. نوید ځدراڼ په درې وېکټو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د خپلواک لوبډلې پیلیز توپوهونکی نعمان شاه په څلورو پاڼیو کې د ۵۳.۴۰ منډو په اوسط ۱۶۵ منډې جوړې کړې چې د سیالیو غوره توپوهونکی ونومول شو. دغه راز ډېنجر کرکټ لوبډلې چپ لاسی ورو توپ اچوونکی زیت الله شاهین په ۱۰ ویکټو ترلاسه کولو د سیالیو غوره توپ اچوونکی او د همدې لوبډلې بل لوبغاړی یونس ځدراڼ په ۸۶ منډو او ۶ ویکټو ترلاسه کولو د سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادوونې وړ ده چې دغه سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ وروستۍ سیالۍ وې چې د کورني کرکټ څانګې لخوا د شپږو ورځو په لړ کې د خوست په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې.