د کابل (الوخېلو) کرکټ لوبغالي د احاطوي دېوال د جوړېدو چارې پیلېږي

د کابل په الوخېلو سیمه کې د کرکټ لوبغالي د احاطوي دېوال د جوړېدو قرارداد چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د ازادې سیالۍ له لارې د ایګل ویژن ساختماني شرکت د ۲۰ میلیونه، اته لکه، نوي زره، شپږ سوه او څلور پنځوس (۲۰۸۹۰۶۵۴) افغانیو په ارزښت ترلاسه او د قانوني پړاونو له ترسره کېدو وروسته نن د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شو.

 د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په هڅو او د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم په اساس د کابل په مرکزي سیمه الوخېلو کې ۱۰۰ جریبه ځمکه د کرکټ لوبغالي لپاره ورکړل شوه، چې په کې به په نړیوالو معیارونو برابر د کرکټ لوبغالی جوړ شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په خپله کوربتوب ګڼې نړیوالې لوبې لري او دا لوبې په افغانستان کې د یو نړیوال معیاري کرکټ لوبغالي د نه شتون له امله په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي، د دغه لوبغالي له جوړېدو وروسته به د افغانستان په کوربتوب ټولې لوبې په هېواد دننه ترسره کېږي او ملي لوبډله به په افغانستان کې د نورو نړیوالو لوبډلو پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د یاد لوبغالي احاطوي دېوال چې د درې متره جیګوالي ترڅنګ پر سر د اوسپنیزې کټارې درلودونکی دی، د یوې اوبو څاه د کېندلو سره به د قرارداد له مخې د ایګل ویژن شرکت له لوري د اوو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې یاده شوې بودیجه د افغانستان کرکټ بورډ له لوري ورکول کېږي او د دغې ادارې د انجنیرۍ او زېربناو څانګه به یې وخت پر وخت له کارونو څارنه کوي، تر څو یې کارونه په سم او معیاري ډول ترسره شي.