ملیون جام لیګ د اصولو او پروسې له بشپړېدو وروسته ترسره کېدلی شي

افغانستان کرکټ بورډ هر مهال په هېواد کې د کرکټ پیاوړتیا او په دغه ډګر کې له خصوصي سکټور څخه ملاتړ خپل مسوولیت بللی چې یاده لړۍ اوسمهال له پخوا په ښه توګه روانه ده. پر همدې بنسټ کرکټ بورډ د یادې لوبې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د کرکټ روزنیز او پوهاوي پروګرامونه ترسره کوي چې یوازېنۍ موخه ترې د کرکټ پیاوړتیا او پر ځوان استعدادونو پانګونه ده چې ډېرې مثبتې پایلې به ولري.
ملیون جام لیګ د اصولو او پروسې له بشپړېدو وروسته ترسره کېدلی شي

کرکټ بورډ د یوې ادارې په توګه، هیڅکله هم په داسې مواردو کې ځان نه ښکېلوي چې د تعصب، سمت پالنې، د کرکټ د تضعیفولو او فلجولو بوی ترې پورته کېږي، بلکې د دې برعکس هغه څه ته لومړیتوب ورکوي چې د کرکټ د پیاوړتیا او ادارې د اهدافو د ترلاسه کېدو لامل کېږي.

همدارنګه باید د ملیون جام په تړاو وویل شي چې دغه لوبې پخوا هم ترسره شوې او په راتلونکي کې یې هم اداره هیڅ ډول مخالفت نه کوي، بلکې ملاتړې یې ده؛ خو هغه پروسه، اصول او مقررات چې باید د یاد لیګ د لوبو له پیلېدو وړاندې یې د لیګ تنظیموونکي ترسره کړي او همدارنګه پکې په هېواد کې د کرکټ د یوازېني رسمي بنسټ او ادارې په توګه له افغانستان کرکټ بورډ د یاد لیګ لوبو د ترسره کېدو اجازه لیک شامل دی، د لیګ تنظیموونکو نه ده بشپړه کړې چې په لاندې څو ټکو کې ورته اشاره کوو:

۱-  د مليون جام ليګ تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي چې لومړی بايد له هر څه وړاندې د تېرو کلنو حساب پاک او تصفيه کړي.

۲- د میليون جام تنظيموونکي بايد کرکټ بورډ ته د بانک ګرنټي يا ضمانت په توګه مشخص مقدار پيسې ورکړي.

۳- د میليون جام تنظيموونکي بايد د کرکټ بورډ د فساد ضد يا انټي کرپشن کوډ د عملي کیدو شرايط مساعد او يقيني کړي، همدارنګه د ټولو هغه خلکو چې په دغه ليګ کې مالي سهم او ونډه لري؛ هويت او اړوند مالومات کرکټ بورډ ته وسپاري.

۴- ملي لوبغاړي د هېواد پانګه ده، په هر يو يې خورا ډير مصارف شوي، چې د لوبغاړو د روغتيا او امنيت په برخه کې بايد د میليون ليګ موقف واضح او په اړوند يې له کرکټ بورډ سره په واضحو شرايطو توافق رامنځته شي.

۵- د میليون جام تنظيموونکي بايد هغه څوک ونه اوسي چې له کرکټ بورډ سره رسمي قرارداد لري او پر همدې بنسټ بايد د ګټو د تضاد مخه ونيول شي.

۶- تر هر څه وړاندې بايد د لوبغاړو ملي دندې (نشنل ډيوټي) ته لومړيتوب ورکړل شي.

۷- د شرايطو د پوره کېدو نه وروسته بايد د رسمي چوکاټ له لارې د عدم اعتراض سند (NOC) اخيستلو لپاره کرکټ بورډ ته مراجعه وشي.

۸- کرکټ اوسمهال نه يوازې لوبه ده، بلکې د افغانانو پر هويت ګرځيدلی چې هيڅوک او لوری بايد د شخصي ګټو لپاره پارونکې څرګندونې او کړنې ونه کړي.