د کابل ثبت شویو روزنځایونو د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو ترمنځ لوبې پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پرمختیایي او ملي کرکټ اکاډمۍ څانګې د تېر کال په څېر سږ کال هم د مرکز کابل ثبت شویو خصوصي روزنځایونو ترمنځ ۳۰ اوریزه سیالۍ پیل شوې.

د دغه سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایه رییس ډاکټر حامد شینواري ترڅنګ نورو مسؤلو چارواکو او د روزنځایونو مشرانو ګډون وکړ.

د ۱۲ ثبت شویو روزنځایونو ترمنځ به دغه ۳۰ اوریزه لوبې ۱۸ ورځې دوام وکړي او په دوه ګروپونو کې به ټولټال ۳۳ لوبې په ایوبي او زرملوال کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په یادو سیالیو کې د مرکز کابل ۸ ثبت شویو روزنځایونو برخه اخیستې وه.