د اسلامي امارت د مشرتابه غړو د کرکټ بورډ له رهبرۍ او لوبغاړو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي ښاغلي انس حقاني او د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د افغانستان کرکټ بورډ له عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي او ملي لوبغاړو سره ناسته ترسره کړه.
د اسلامي امارت د مشرتابه غړو د کرکټ بورډ له رهبرۍ او لوبغاړو سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي ښاغلي انس حقاني او د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق د افغانستان کرکټ بورډ له عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي او ملي لوبغاړو سره ناسته ترسره کړه.


په دغه کتنه کې د اسلامي امارت مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ لوبغاړي و هڅول تر څو د تېر په څېر هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي، د اسلامي امارت  د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي ښاغلي حقاني زیاته کړه:«مونږ د کرکټ په ملي لوبغاړو ویاړو چې د ګرانو هېوادوالو د خوښۍ سبب ګرځي، مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو؛ هیله لرو چې زمونږ ملي لوبغاړي په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړي».


د ویناوالو له ډلې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق هم خبرې وکړې او د کرکټ ملي لوبډلې په بریاوو یې خوښي وښوده، ښاغلي وثیق له کرکټ څخه ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل:«ورزش د روغتیا ضامن دی، نو په همدې اساس هر هغه څه چې روغتیا ته ګټه لري مونږ یې ملاتړ کوو نوموړي زیاته کړه خوښ یم چې د اتلانو سره په یوه ناسته کې ګډون کوم او له دوی هیله لرو چې د تل په څېر افغانستان ته بریاوې راوړي.


د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ او راغلو غړو څخه مننه وکړه چې له کرکټ او ملي لوبغاړو څخه ملاتړ کوي؛ ښاغلي فضلي وویل:«د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په ملي روحیه سنبال دي، همدا لامل دی چې تل یې هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي او راتلونکې کې به هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري».
ښاغلي فضلي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې په راتګ سره به یې د کرکټ په برخه کې غوره والی را منځته کړي او هڅه به وکړي تر څو له دغې لارې هېوادوالو ته خوشحالي ورکړي.


د ناستې په پای کې د لوبغاړو په استازولۍ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یی د مننې ترڅنګ، په راتلونکې کې د بریاو ترلاسه کولو ډاډ ورکړ.