د افغانستان په اړه د اسټرالیا کرکټ پرېکړه غیرعادلانه او اندېښمنونکې ده

اسټرالیا کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان سره یې د راتلونکي نړیوال جام سیالیو د سوپر لیګ درې لوبې لغوه کړې چې افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه غیرعادلانه، له وخته وړاندې او اندېښمنونکې بولي او په دې اړه به له یاد بورډ او د کرکټ له نړیوالې شورا سره ډېر ژر خپل دریځ شریک کړي.
د افغانستان په اړه د اسټرالیا کرکټ پرېکړه غیرعادلانه او اندېښمنونکې ده

اسټرالیا کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان سره یې د راتلونکي نړیوال جام سیالیو د سوپر لیګ درې لوبې لغوه کړې چې افغانستان کرکټ بورډ دغه پرېکړه غیرعادلانه، له وخته وړاندې او اندېښمنونکې بولي او په دې اړه به له یاد بورډ او د کرکټ له نړیوالې شورا سره ډېر ژر خپل دریځ شریک کړي.

افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې له اسټرالیا سره د دوه اړخیزه ناستو په پایله کې د راتلونکې لوبلړۍ د ترسره کولو په موخه بشپړې پرېکړې ته رسېدلی و چې د یاد بورډ له لوري ورته پوره ډاډ هم ورکړل شوی و، چې پر بنسټ یې افغان کرکټ بورډ په خپل کوربه توب له هېواده بهر د لوبو د ترسره کولو ځای، غوره مدیریت، د امنیت ټینګښت او نورو اړوند مواردو ته بشپړ چمتووالی درلود.

پر همدې بنسټ دا چې یاد بورډ ورته پرېکړه کړې نو افغانستان کرکټ بورډ یې سیاسي، غیرمنطقي، له وخت وړاندې او د افغانستان له یوه ستر او کرکټ سره مینه درلودونکي ملت سره ستره جفا بولي.

دغه راز د یادونې وړ ده چې اسټرالیا کرکټ همدارنګه په خپلې پرېکړې سره وښوده چې د خپل دولت د فشار په پایله کې يې په دې کار لاس پورې کړی، خو د دې کار او سیاسي رقابتونو زیان یوازې افغان کرکټ او د کرکټ مینه والو ته اوړي؛ په داسې حال کې چې د کرکټ نړیوالې شورا، د نورو کرکټ بورډونو او افغان کرکټ بورډ د مشابه تعریف له مخې، کرکټ باید هیڅکله هم د سیاست ښکار نه شي، بلکې له سیاسته لېرې وساتل شي.

سربېره پر دې یاد بورډ دغه راز د یوه ستر ملت له احساساتو سره چې له کرکټ سره بېسارې مینه لري او کرکټ یې د خوښۍ یوازېنۍ پدیده ده، ستره جفا کړې چې همدې ملت تل د کرکټ نړۍ ته ستر او ځلېدونکې لوبغاړي وړاندې کړي دي. دغه راز په ورته سختو شرایطو کې چې افغان کرکټ ورسره لاس او ګرېوان دی، له یاد کرکټ بورډ توقع کېدله، ترڅو د افغان کرکټ لا ډېر ملاتړ وکړي.

همدارنګه اسټرالیا کرکټ له دې وړاندې د دواړو بورډنو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه هم د یوې سیاسي او نامعقولې پرېکړې په پایله کې تر اوسه پورې ځنډولې ده.

افغان کرکټ بورډ به همدارنګه پر ټولو هغو اړیکو او روابطو چې له دې وړاندې یې له اسټرالیا کرکټ سره درلودې او همدارنګه د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د ټولو افغان لوبغاړو پر ګډون له سره غور وکړي.

دغه راز افغان کرکټ یو ځل بیا د یادونې وړ بولي چې په دې اړه به هر څه د کرکټ له نړیوالې شورا سره شریک کړي، ترڅو اسټرالیا کرکټ یو ځل بیا پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او د کرکټ له سیاسي کولو ډډه وکړي، ځکه کرکټ د مینې خپرولو او د سولې د پيغام رسولو پدیده ده او ورته پرېکړې حکومتونه نه اغېزمنوي، بلکې زیان یې ملتونو او له کرکټ سره د خلکو خوښیو او مینې ته رسیږي.