امو لوبډلې د ۷ ویکټو په توپير بریا خپله کړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په دریمه لوبه کې امو لوبډلې کوربه بوست لوبډلې ته د ۷ ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.
امو لوبډلې د ۷ ویکټو په توپير بریا خپله کړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په دریمه لوبه کې امو لوبډلې کوربه بوست لوبډلې ته د ۷ ویکتو په توپیر ماتې ورکړه.

د دریمې لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او سیالې بوست لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، بوست لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې او امو ته یې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه. بوست لوبډلې ته په توپوهنه کې ناصر جمال ۷۰، احسان الله جنت ۶۹ او منیر احمد ۴۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې امو ته په توپ اچونه کې ننګیالي ۲ او شرف الدین اشرف یوه ویکټ واخيسته.

ورپسې امو لوبډلې د ټاکلي هدف پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه. امو لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۴۵،۲ اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او ياده لوبه یې د بوست څخه د ۷ ویکټو په توپیر وګټله.

امو ته په توپوهنه کې جاوید احمدي ۱۲۵ ناسوځېدلي، ۳۷ منډې زاهد زاخېل او ۲۱ منډې عبدالملک ترسره کړې، په داسې حال کې چې بوست ته په توپ اچونه کې یمین احمدزي او وقار الله یوه- یوه ویکټ واخیسته.

د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۲۵ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان یو ورځنیو سیالو څلورمه لوبه سبا به سبا په کندهار کرکټ لوبغالي کې د سپین غر او بند امیر لوبډلو تر منځ ترسره شي.