غزني دویمه خو نورستان او پروان لوبډلو لومړۍ بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې غزني د هرات، د خوست ولایت په لوبغالي کې تخار د پروان او د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې بلخ د نورستان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې.
غزني دویمه خو نورستان او پروان لوبډلو لومړۍ بریاوې خپلې کړې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې غزني د هرات، د خوست ولایت په لوبغالي کې تخار د پروان او د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې بلخ د نورستان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې.

په کندهار کرکټ لوبغالي کې غزني د هرات پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. د دې لوبې پچه هرات لوبډلې وګټله او غزني ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

غزني لوبډلې په ۳۱م اور کې خپل ټول لوبغاړي په ۱۳۵ منډو له لاسه ورکړل. د دوی په ګټه ایمل ساګر ۲۸، برکت الله ابراهیمزي ۲۷، جان محمد زړګي ۱۹ او فیصل مبارز ۱۷ منډې وکړې. د هرات په توپ اچونکو کې عبدالباري محمدي او احمد ولي اسحاقزي ۳-۳، عبدالله کاکړ ۲، نذیر احمد نورزي او عبدالله تره خېل ۱-۱ لوبغاړی د سیالۍ له ډګره رخصت کړل.

هرات لوبډلې په ۳۶م اور کې د لسو وېکټو په زیان یوازې ۹۲ منډې وکړې او سیالي ترې سیالې لوبډلې د ۴۳ منډو په توپیر وګټله. د هرات په ګټه سلام کاکړ ۳۵، عبدالباري محمدي ۱۹ او احمد ولي اسحاقزي ۱۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د غزني په توپ اچونکو کې برکت الله ابراهیمزي ۴، فریدون داودزي او جان محمد زړګي ۲-۲ او داود شاه مخلص یوه وېکټ ترلاسه کړه. د دې لوبې غوره لوبغاړی برکت الله ابراهیمزی و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۲۸ منډې کړې وې او هم یې څلور وېکټې اخیستې وې.

د خوست په کرکټ لوبغالي کې بیا تخار لوبډله د پروان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. د دې لوبې پچه تخار وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. تخار لوبډلې په ۲۲.۴ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان یوازې ۹۷ منډې وکړې، چې په ګټه یې جاوېد شینواري ۴۹ منډې وکړې. د پروان په ګټه صدیق الله نیازي ۸، محمد رسول او عرب مومند ۱-۱ لوبغاړی له ډګره رخصت کړل. پروان لوبډلې په ۴۲.۳ د اتو ویکټو په زیان ۱۰۱ منډې وکړې او سیالي یې د دوو ویکټو په توپیر وګټله. د پروان لپاره په توپوهنه کې  صدیق الله نیازي ۲۲، اصف دلاور او بشیر ۱۶-۱۶ منډې وکړې. د تخار په توپ اچونکو کې امین خان ۳، بلوچ ۲ نسیم الله، شبیر احمد او سید جان واحدي ۱-۱ ویکټ واخیسته. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه صدیق الله نیازي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۸ ویکټې اخیستې وې او هم یې ۲۲ منډې کړې وې.

د ننګرهار په کرکټ لوبغالي کې بیا بلخ د نورستان لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. بلخ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. یادې لوبډلې په ۳۳.۴ د لسو ویکټو په زیان ۱۱۸ منډې وکړې. د بلخ په توپوهوونکو کې  محمد وسیم ۳۰، ناصر یادګاري ۲۳ او عبدالرازق ۱۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د نورستان په توپ اچونکو کې رشید ناصري او نقیب ننګرهاري ۳-۳، ندیم او نصرت الله نورستاني ۲-۲ ویکټې واخیستې.

نورستان لوبډلې په ۲۸ اورونو کې د درې ویکټو په زیان یاد هدف ترلاسه کړ او په ۷ وېکټو یې بریا خپله کړه. د دې لوبډلې په ګټه نقیب ننګرهاري ۳۸، زاهد جان یک ۳۱ او عابد شینواري ۱۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د بلخ لپاره په توپ اچوونه کې عبدالله متاڼي ۲ او محمد حلیم یوه ویکټ واخیسته. د دې لوبې غوره لوبغاړی نقیب ننګرهاری و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۳۸ منډې کړې وې او هم یې درې ویکټې اخیستې وې.

سبا به د یادو سیالیو په شپږمه ورځ بامیان له خوست ب سره په خوست، ارزګان له هلمند سره په کندهار او کنړ له کاپیسا سره د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې مخامخ شي.