زمبابوې د ښې توپ اچونې او د لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر د ښې توپوهنې له امله بریا خپله کړه

زمبابوې په لومړۍ لوبه کې د ښې توپ اچونې او د لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر ښې توپوهنې له امله د افغانستان پر وړاندې بریا خپله کړه
زمبابوې د ښې توپ اچونې او د لوب‌‌‌‌‌‌ډلمشر د ښې توپوهنې له امله بریا خپله کړه

دغه لوبه چې د عربي متحده اماراتو په شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، په پیل کې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان د ټولو وېکټو په غورځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، عبدالمالک چې لومړۍ ټېسټ لوبه یې وه په صفر منډه له لوبغالي بهر شو، د منیر احمد کاکړ چې هم لومړۍ ټېسټ لوبه وه د نوموړي په ۱۲ منډو له اوټ کېدو وروسته رحمت شاه توپ وهنې ته راغی خو د پام وړ منډې یې جوړې نه کړې؛ په ټوله کې د افسر ځاځي ۳۷ منډې، ابراهیم ځدراڼ ۳۱، د حمزه هوتک ۱۶ نا سوځېدلې او د منیر احمد کاکړ ۱۲ منډې د یادولو وړ دي؛ د زمبابوې لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې مزرباني ۴ او نیا چي ۳ وېکټې تر لاسه کړې.

زمبابوې د افغانستان لومړۍ پاڼۍ په تعقیب خپله لومړۍ پاڼۍ پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ۲۵۰ منډې ترسره کړې او افغانستان یې ۱۱۹ منډې باقي کړ، چې د لوبډلمشر ویلیمس  سلیزه او له سکندر  رضا سره په مهم وخت کې ملګرتیا د یادولو وړ ده، چې په ترڅ کې یې ویلیمس ۱۰۵ او سکندر رضا ۴۳ منډې تر سره کړې.

 د افغانستان لپاره حمزه هوتک تر نورو ښه توپ اچونه وکړه  ۶ وېکټې یې تر لاسه کړې.

افغانستان خپله دویمه پاڼۍ پیل کړه، خو د لومړۍ پاڼۍ په څېر یې بیا هم و نکړای شوه چې ښه توپ وهنه ترسره کړي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۱۷ منډو هدف وټاکه، چې د ابراهیم ځدراڼ ۷۶ منډې او د حمزه هوتک ۲۱ نا سوځېدلې منډې د یادولو وړ دي، د زمبابوې لپاره په توپ اچونه کې نیاچي او ټریپانو هر یو درې، درې او مزرباني دوه وېکټې ترلاسه کړې.

زمبابوې د خپلې دویمې پاڼۍ او ټاکلي هدف لپاره توپ وهنه پیل کړه او وتوانېدل چې یاد هدف پوره او له افغانستان څخه په لس وېکټو لوبه وګټي.

د لوبې  غوره لوبغاړی د زمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس وټاکل شو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به د ابوظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ دویمه او وروستۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۰ مه نېټه پیل شي.