بست ساتونکو پرلپسې پنځمه بریا خپله کړه

د افغانستان اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو په لړ کې افلاک فیضي بست ساتونکي لوبډلې د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او فضل الحق فاروقي د غوره لوبې پر ومټ ساپي برادرز بند امیر ښاماران لوبډلې ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې په روانو سیالیو کې خپله پنځمه پرلپسې بریا ځپله کړه.

د نن ورځې لومړۍ سیالۍ چې د کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. ساپي برادرز بند امیر ښاماران لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې افلاک فیضي بست ساتونکي لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د بست په ګټه حشمت الله شهیدي په ۳۵ توپونو ۴۲ منډې او سمیع الله شینواري په ۲۴ توپونو ۳۲ منډې ترسره کړې چې پر مټ یې یادې لوبډلې د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. د بند امیر په توپ اچونه کې افتاب عالم د ۱۲ منډو بدل کې او کریم جنت د ۱۶ منډو بدل کې ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د بست ۱۲۹ منډو هدف که څه هم ستر نه و خو توپ اچوونکو یې په ښه توګه دفاع وکړه. د بند امیر په توپوهنه کې کریم جنت په ۱۸ توپونو ۲۴، سلیمان عربزي او اکرام علي خېل هر یوه ۲۰-۲۰ منډې جوړې کړې. د بست لوبډلې په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي د ۱۶ منډو بدل کې ۳ او احمدضیاء ځلاند د ۱۹ منډو بدل کې ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

د بست لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې د غوره، فضل الحق فاروقي د لوبې د ډوولي، احمدضیاء ځلاند د لوبې بڼې بدلوونکي لوبغاړي او سمیع الله شینواري د زیاتو شپږیزو جایزې ترلاسه کړې.