بست لوبډلې د غازي امان الله خان جام روانو سیالیو دویمه بریا هم خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 18 Oct 2021
د کندهار کرکټ لوبغالی نن د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ د لوبې کوربه و چې په پایله کې یې بست سیالې لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې وکولی شول، ترڅو د غازي امان الله خان جام روانو سیالیو دویمه بریا هم په خپل نوم کړي.
د د لوبې د پچې له ګټلو وروسته بست لوبډلې لومړی د توپوهنې پریکړه وکړه او پوره ۵۰ اورونو کې یې له سیالې لوبډلې ۲۹۵ منډې ترلاسه او ۲۹۶ منډې هدف وټاکه چې له ډلې یې د بست لپاره په توپوهنه کې احسان الله جنت ۷۴ منډې، دروېش رسولي ۶۹، ریاض حسن ۴۴ او محمد ابراهیم ۳۴ منډې ترسره کړې، په داسې حال کې چې د سپین غر د توپ اچوونکو له منځه فرهاد مومند ۳ ویکټې، بهارعلي شینواري، عصمت عالم او طاهرخان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
سپین غر لوبډلې د هدف په تعقیب د ۸ ویکټو په غورځېدو سره په ۵۰ اورونو کې ۲۵۸ منډې ترلاسه کړې او سیالې بست لوبډلې ته یې د ۳۷ منډو په توپیر ماته ومنله. د سپین غر لپاره په توپوهنه کې طاهر خان ۶۴ ناسوځېدلې منډې، طارق ستانکزي ۳۴ منډې، بهار علي شینواري ۳۴ منډې او ناصر عمر ۲۹ منډې ترلاسه کړې، دا په داسې حال کې ده چې د بست لپاره په توپ اچونه کې عابد تڼیوال ۳ لوبغاړي، وقارالله اسحاق او عبدالباقي ۲-۲ ویکټې او یمین احمدزي یوه ویکټ ترلاسه کړه او لوبډله یې د بریا تر څوکو ورسوله.
باید وویل شي چې عابد تڼیوال د نن ورځې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. د یادولو وړ ده چې سبا ۹:۰۰ بجې به د روانو غازي امان الله خان جام یا لیست اې سیالیو په دوام امو لوبډله د سیالیو په پنځمه لوبه کې د بند امیر پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.