افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ستره بریا خپله کړه

افغان ملي لوبډلې د روان کال شل اوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ سیالي کې د نجیب الله ځدراڼ د بهترین بیټینګ او د مجیب الرحمن او راشد خان د بېساري بالینګ په مټ سکاټلنډ ته ستره ماتې ورکړه.
افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ستره بریا خپله کړه

افغان ملي لوبډلې د روان کال شل اوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ سیالي کې د نجیب الله ځدراڼ د بهترین بیټینګ او د مجیب الرحمن او راشد خان د بېساري بالینګ په مټ سکاټلنډ ته ستره ماتې ورکړه.

د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغان لوبډلې پیلیزو توپوهونکو محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي افغان لوبډلې ته بهترین پیل ورکړ او په لومړیو شپږو اورونو کې یې ۵۴ منډې جوړې کړې. محمد شهزاد په ۲۲ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه خو حضرت الله له ځوان ویکټ کیپر بیټسمین رحمن الله ګربز سره ښه ملګرتیا وکړه او د افغان لوبډلې منډې یې ښه ځای ته ورسولې. 

حضرت ځاځی د ۴۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېد خو ګربز له نجیب الله ځدراڼ سره یوځای خپلې توپوهنې ته دوام ورکړ خو له خپلې پنځوسیزې څخه یوازې ۴ منډې وړاندې وسوځېد. 
نجیب الله ځدراڼ د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۳۴ بالونو ۵۹ منډې وکړې، همدارنګه محمد نبي بیا په یوازې ۴ بالونو ۱۱ چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په مټ یې افغان لوبډلې سکاټلنډ ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. د سکاټلینډ د توپ اچونکو له ډلې سفیان شریف ۲، جوش ډېوي او مارک واټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په ځواب کې که څه هم د سکاټلنډ پیلیزو توپوهونکو ښه پیل واخیست خو مجیب ځدراڼ په خپل دویم اوور کې د مقابلې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول او لوبه یې د افغان لوبډلې په لوري وڅرخوله، له دې وروسته نوین الحق په ورپسې اوور کې د څلورم مقابل لوبغاړی ویکټ هم ترلاسه کړه او په دې سره په لوبه د افغان بالرانو راج پیل شو. مجیب په پاتې ۲ اورونو کې ۲ نور لوبغاړي هم وسوځول او په دې سره یې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ۲۰ منډو په ورکولو سره د لومړي ځل لپاره ۵ وېکټې ترلاسه کړې.  

راشد خان هم له توقع سره سم په خپل راتګ سره مقابلو لوبغاړو ته سرخوږی جوړ کړ او په پرلپسې ډول یې له ډګره بهر کړل. نوموړي په خپلو ۲.۲ اورونو کې د یوازې ۹ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې واخیستې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستر رول ولوباوه. سکاټلنډ لوبډلې یوازې په ۱۰.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۰ منډې وکړې او د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر سره یې ماتې وخوړه. د سکاټلنډ لپاره جورج منسي ۲۵، کریس ګریوز ۱۲ او کایل کیوټزر ۱۰ منډې وکړې او نور لوبغاړي یې د زیاتو منډو په جوړولو بریالي نه ‌شول. 

مجیب الرحمن د خپل بهترین بالینګ په مټ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. له دې سره افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ، ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي د راتلونکې چمعې په ورځ د پاکستانۍ لوبډلې په وړاندې د دوبۍ په سپورټس سیټي لوبغالي کې ترسره کړي.