افغان اتلانو له بنګله دېش څخه په خپل کور کې لوبلړۍ وګټله

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په بریا سره پای ته ورسوله. افغان اتلې کرکټ ملي لوبډلې په یاده لوبلړۍ کې د ۲-۱ په توپیر سره بریا خپله کړه او له انګلستان وروسته دویمه لوبډله شوه چې وروستیو اته کلونو کې له بنګله دېش څخه په خپل کور کې لوبلړۍ ګټي. دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې بنګله دېش ته ماتې ورکوي.

د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو یاده لوبلړۍ چې د راتلونکي اسیا او نړیوال جامونو لپاره غوره چمتووالی دی، همدا راز د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ لوی اغېز لري. په دې سیالیو کې د افغان اتلانو له هر اړخیزه ځلېدو سره سره ځینو ځوان لوبغاړو ته هم د لوبېدو موقع ورکړل شوه.

په دغه لوبلړۍ کې دریو ځوان لوبغاړو سلیم ساپي، ضیاء الرحمن اکبر او عبدالرحمن رحماني د لومړي ځل لپاره په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان لپاره د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړ. بلخوا محمد نبي د افغانستان دویم توپ اچوونکی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان په ګټه ۱۵۰ ویکټې ترلاسه کوي. له نبي مخکې دا ویاړ راشدخان خپل کړی و.

د لوبلړۍ په دریمه سیالۍ کې نن افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان ملي لوبډلې په ۴۵.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې او سیال لوري ته یې ۱۲۷ منډې هدف وټاکه. د افغانستان په ګټه عظمت الله عمرزي ۵۶، حشمت الله شهیدي ۲۲ او مجیب الرحمن ۱۱ منډې ترسره کړې.

د بنګله دېش لوبډلې ته په توپ اچونه کې شریف الاسلام د ۲۱ منډو په بدل کې ۴، تسکین احمد د ۲۳ او تاج الاسلام د ۳۳ منډو بدل کې ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان له لوري په ټاکل شوي هدف پسې لومړیو اورونو کې خپل دوه مهم لوبغاړي د فضل الحق فاروقي په توپ اچونې سره له لاسه ورکړل، خو د لېټن ډاس ۵۳، شکیب الحسن ۳۹ او توحید ۲۲ منډو پر مټ یې یاد هدف ته ځان ورساوه او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې فضل الحق فاروقي د ۲۶ منډو په ورکولو سره ۲ او محمد نبي د ۷ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.

فضل الحق فاروقي چې په یاده لوبلړۍ کې یې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، د لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. فاروقي ټولټال ۸ ویکټې په خپل نوم کړې.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې جمعه یا د روانې جولای میاشتې ۱۴مه او ۱۶مه له بنګله دېشۍ لوبډلې سره د دوو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.